د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د خپل اتومي پروګرام په اړه د نړۍ سره خبرې بیا پیل کړې


داروپایی اتحآدیی د خارجی پالیسۍ د ریسی کترین اشتن نطاق وایی، د ایران د اتومی پرګرام په سر لومړی جوپه خبری ، چه د ایران او د نړی د شپږو قدرتونو ترمنځ وشوی ، رغوونکی وی، او اینده خبرو ته لاره لاره پرانیزی.

میچل مینن ، نن د شنبې په ورځ وویل، د نړی قدرتونه فکر کوی چه ایران وروسته له هغه چه دواړو خواوو په استانبول کی د خپلو خبرو اول پړاو غوټه کړ، ایران جدی و چه په بنیادی خبرو کی برخه واخلی.

دا د ایران او د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د پنځو دایمی غړو او جرمنی تر منځ لومړی مخامخ خبری وی چه وشوې.

خبری رپوټونه وایی چه دواړو د دوه اړخیزو خبرو ته علاقمندی وښوده.

دا غونډه په داسی وخت کی وشوه چه د ایران او د غربی قدرتونو تر منځ د تهران د اتومی پرګرام په سر تاوتریخوالی زیات شویدی.

ایران وایی، اتومی پرګرام یی سوله ایز هدف لری. خو د ملګرو ملتونو او اروپایی اتحادیی اود امریکا په شمول د نړی قدرتونو، په ایران باندی ددی اندیښنی له کبله چه کوشش کوی اتومی وسلی جوړی کړی ، څو ځلی بندیزونه لګولی دی.

ددی هفتی په سر کی د نژدی ختیځ د پالیسی دپاره د واشنګتن د انستیتوت میچل سنګ وویل ، کیدی شی دا خبری نتیجه ورکړی، ځکه چه ایران د سخت بین المللی فشار لاندی دی.

ترکیه د ایران د اتومی جنجالی پرګرام په هکله د ایران او د نړی د قدرتونو ترمنځ د مهمو خبرو نه مخکی امنیتی نهایی بندوبست کوی.

ټاکل شویده چه د ایران، او، د امریکا ، برتانیی، چین ، فرانسې ، جرمنی او روسیی نمایندګان، په څه باندی یو کال کی د اتومی مسلی په سر د خبرو د اول دور دپاره په استانبول کی سره جرګه شی.

تهران ددی تورونو له کبله چه کوشش کوی اتومی بم جوړکړی، دغرب د بندیزونو سره مخ دی. ایران وایی چه د اتومی پرګرام هدف یی سوله ایز دی.

د امریکا د ملی امینت سلاکار بن رودېس دغه خبری لومړنی ښه ګام بللی دی. ده د جمعی په ورځ خبریالانو ته وویل، ثبوت به ایرانیان وړاندی کوی ځکه چه دوی د خپلو بین المللی ژمنو، نه ، سرغړونه کړیده.

ددی هفتی په شروع کی د ایران د اتومی چارو ستر مذاکره چی وویل، هیواد به یی په دغه خبرواترو کی نوی ابتکارونه وړاندی کړی ،خو خبرداری یی ورکړ چه د غرب دا کوششونه به چه په ایران باندی فشارونه اچوی، د غرب په ضرر تمام شی.

XS
SM
MD
LG