د لاس رسي وړ اتصالات

د نړیوالې اټمي ادارې مشر تهران ته تللی


د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ اداره په تهران کې د ایران د جګپوړو چاروکو سره خبري کوي چې یوې موافقی ته سره ورسېږي او په لړ کې یې د ملګرو ملتونو پلاوی هغه سیمې وڅاري چې پرې د اټمي وسلو د جورولو د پټو مراکزو شک راځي.

د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د آژانس ریْس یکیو امانو د ایران د اټمي انرژۍ د سازمان د ریْس فریدون اباسي دواني سره نن د دوشنبې په ورځ وکتل. ښاغلی اماني ایران ته په یوه ورځنی سفر تللی دی او ټاکل شوې چې د ایران د باندنیو چارو وزیر علي اکبر صالحي او د ایران د اټمي پروګرام د ستر مرکه چی سعید جلیلي سره هم د ورځې په پای کې ګوري.

دا د ۲۰۰۹ کال راهسي کله چې امانو د ملګرو ملتونو د اټمي پروګرام مشر شو، لومړی سفر دی چې ایران ته یې کوي. مخکي له دې نه چې د ویانا څخه د تهران پر لورې حرکت وکړي هیله یې څرګنده کړه چې په هغه برخه کې به نور پرمختګ هم وکړي چې د آسټرالیا په پلازمېنې کې د اټمي انرژی د ادارې ټیټ رتبه هیت او ایراني چارواکو یې تیره اونۍ بنسټ کښېښودی.

خو ښاغلي امانو وویل چې تراوسه پوري لا د څارنې په هکله د د دواړو خواوو ترمنځ د موافقې مسله نه ده په ډاګه.

ایران په واري واري سره د اټمي انرژۍ د ادرې غوښتنې چی وايي غواړي د ایران د پارچین اټمي مرکز وڅاري رد کړي دي. لویديح تور لګوي چې ایران په دې مرکز کې په پټه د اټمي وسلو څیړنه کوي خو ایران بیا وايي چې په دې مرکز کې یواځي عادي وسلې موجودې دي او پر دې ټینګار کوي چې اټمي پروګرام یې د سوله ایزو مقاصدو دپاره دی.

XS
SM
MD
LG