د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د خپل اټمي پروګرام په هکله د نړیوالو قدرتونو دریځ رد کړی


ایران نن د پنجشنبې په روځ دنړیوالو قدرتونو دریځ د خپل اټومي پروگرام په برخه کې رد کړ. ایران او دنړۍ شپږ قدرتونه نن دویمه ورځ ده چې په بغداد کې په دې بحث کوي چې هغه نړیوالې اندېښنې له منځه ېوسي چې وايي د اېران اټومی پروگرام نظامي اړخ لري.

اوس د بحث غټه مسله دایران د یورانیمو د غني کولو کچه ده چې تر شل فیصده پوري غنی سی. ایران وايی چې دوي ددې لپاره ېورانیم غنی کوی چې د بریښنا په تولید او طبي څېړنو کې ترېنه کار واخلي. له غربي هېوادونو سره داویره ده چې ایران ډېر ژر کولی شي چې یورانیم تر 90 فیصدو پوري غني کړي. دا په داسي حال کې ده چې د اټومي وسلو لپاره په همدې کچه دیورانیمو غنی کولو ته اړتیا ده.

دایران استاځی پر هغو شپږو قدرتونو باندی انتقاد وکړ او وېل چې له ا یران نه ډېرې زېاتې غوښتنې لری او په مقابل کې ډېر لږ څه ورته وړاندي کوي. له بل پلوه غربی قدرتونو دایران هغه غوښتنه رد کړله چې ویل یې اقتصادی بندېزونه دی سمدلاسه له ایران نه لیری کړی شي.

ایران نن د پنجشنبې په ورځ پر غربي قدرتونو دا انتقاد هم وکړ چې په خپلو غوښتنو سره ېې ډېر ه گرانه فضا خلق کړې ده.دنړۍ په شپږ قدرتونو کې د ملگرو ملتونو دامنیت شوری پنځه دایمي غړی هېوادونه ، امرېکا ، فرانسه ، برتانیه ، روسیه ، چین شامل دي خو له دوی سره جرمنی هم د ایران اټومی پروگرام په مذاکراتو کې برخه لري.

XS
SM
MD
LG