د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د نړیوالې اټمي ادارې سره د خبرو نوی پړاو پیل کړی


د ملګرو متلونو د اټمي څار ادارې د ایران سره د خبرو یو نوی پړاو پیل کړی دی او هڅه کوي چې یوې نتېجه ته سره ورسېږي او په لړ کې یې دغه اداره وشي کړی چې د ایران د مشکوک اټمي مرکز څارنه وکړي.

د ایران د اټمي انرژۍ د ادارې استاځي علي اصغر سلطاني د جمعې په ورځ په ویانا کې د نړیوالې اټمي ادارې د چارواکو سره لیده کاته وکړل.

نړیواله اټمي اداره غواړي چې د ایران د پرچین نظامي مرکز ته لاس رسی پیدا کړي چیري چې دغه اداره باور لري چې ایران د اټمي وسلو د جوړولو دپاره څیړنې کوي. تهران وايي چې پرچین د نظامي وسلو یو مرکز دی او دا چې اټمی پروګرام یې د سوله ایزو مقاصدو دپاره دی.

دواړو خواوو ویلي دي چې سږ کال یې د موضوع په هکله پرمختګ کړی دی که څه هم تفاوتونو موجود دي.

د چین حکومتي رسنیو خبر ورکړی دی چې ولسمشر هوجینتاو چې د جمعې په ورځ یې د خپل ایراني سیال محمود احمدي نژاد سره په بیجینګ کې وکتل د ایران د مشر څخه یې وغوښتل چې د نړیوالې اټمي ادارې سره د په خبرو کې نرمښت څرګند کړي او منطقي دریځ دي غوره کړي.

د امریکا یوې څیړنیزې ادارې تیره میاشت د سټلایټ له لارې داسي انځورونه ترلاسه کړي دي چې ښيي ایران هڅه کوي چې د پرچین په نظامي مرکز کې د اټمي آزموینې آثار له منځه یوسي.

XS
SM
MD
LG