د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه بیا د ایران سره په ویانا کې خبری کوي


د ملګرو ملتونو د اټمي ادارې چارواکي نن د جمعې په ورځ په ویانا کې د ایران د استاځو سره ګوري چې د ایران د اټمي مرکزونو د څار پر اجازې باندي خبري اترې سره وکړي. د ملګرو ملتونو د اټمي چارو سازمان شک لري چې ایران ددغه تحقیقاتي مرکز څخه د اټمي وسلو د جوړولو په موخه کار اخلي.


دواړې خواووې د میاشتو راهیسي پر دې خبري کوي چې د ایران د پرچین اټمي مرکز ته لاس رسی پیدا کړي. پرچین د تهران په جنوب ختیځ کې موقعیت لري او یو نظامي مرکز دی چې د اټمي انرژۍ نړیواله اداره فکر کوي ښايي ایران په کښي اټمي وسلې جوړوي.


په ورستیو خبري ریپوټونو کې د نړیوالې اټمي انرژۍ د ادارې د چارواکو څخه نقل قول شوی چې اندېښنه یې څرګنده کړې چې ایران ښايي د اټمي وسلو د جوړولو کار چټک کړی وي ځکه د یورانیمو د غني کولو نوي سنټرفیوجونه یې نصب کړي دي. خو ایران بیا وايي چې اټمي پروګرام یې د سوله ایزو مقاصدو دپاره دی.
XS
SM
MD
LG