د لاس رسي وړ اتصالات

احمدي نژاد: د ایران پر اټومي سنټرفیوجونو برید شوی


احمدي نژاد: د ایران پر اټومي سنټرفیوجونو برید شوی
احمدي نژاد: د ایران پر اټومي سنټرفیوجونو برید شوی

د ایران جمهوررئیس محمود احمدی نژاد دا خبره د اول ځل لپاره منلې ده چې د ایران د یورانیمو د غني کولو څو سنټر فیوجونه په کمپیوټري برید کې چې په دې نږدې وخت کې شويدي، زیانمن شوي دي.

جمهور رئیس محمود احمدی نژاد وویل یو کمپیوټري وېروس چې سټکنېټس نومیږي په برقي وسایلوکې داخل کړی شوی و او هغه لنډ مهاله ستونزه په څو محدودو سنټرفیوجونو کې منځته راوستې ده.

ددې مېاشتی په سر کې داېران چارواکېو ووېل چې ددغه هېواد اټومی پروگرام باندی، ددغه پروگرام له امله کومه اغېزه نده شوی. خود ملگرو ملتونو د اټومی اېنرژی اداری رپوټ ورکړ چی تهران ددغه وېروس له امله دېته اړشو چې دېورانېمو غنی کول په دی مېاشت کې په ټپه ودروي.

XS
SM
MD
LG