د لاس رسي وړ اتصالات

ایران خپل غني شوي یورانیم ۵ فیصدو ته راکښته کوي


په داسي حال کې چې د ایران او د نړۍ د قدرتونو ترمنځ شوې موافقه دوشنبې په ورځ رسمي بڼه غوره کوي ایران خپل د یورانیمو د غني کولو د بهیر درول پیل کړي دي.

د ملګرو ملتونو د اټمي چارو ادارې په یوه ریپوټ کې ویلی دي چې ایران د نتانز او فورډو په اټمي مرکزونو کې د یورانیمو د غني کولو سنټرفیوجونه غیر فعاله کړي دي. ددغه سنټرفیوجونو په مرسته ایران تر ۲۰ فیصدو پوري یورانیم غني کړي و.

د ایران او د ملګرو ملتونو د پنځو دایمي غړو او جرمني ترمنځ موافقه به د ایران د یورانیمو د غني کولو فیصدي پنځو فیصدو ته راکښته کړي. د موافقې په ترڅ کې به ایران خپل د غني شویو یورانیمو زخیره هم راکمه کړي.

د ایران د دې اقدام په بدل کې به د امریکا متحده ایالات او اروپايي اتحاد پر ایران باندي وضع شوي بندیزونه یو څه نرم کړي.
XS
SM
MD
LG