د لاس رسي وړ اتصالات

آمریکا: د اټمي پرمختګ په برخه کې د ایران اعلان بې اهمیته دی


آمریکا: د اټمي پرمختګ په برخه کې د ایران اعلان بې اهمیته دی

آمریکا: د اټمي پرمختګ په برخه کې د ایران اعلان بې اهمیته دی

ایران د یوې خواه نه خپل د اټمي پروګرام په برخه کې د پرمختګ اعلان کړی دی او د بلي خوا نه وايي چې د نړۍ د قدرتونو سره ددغه هیواد د جنجالي اټمي پروګرام پر سر خبرو ته حاضر دی.

ایران د اسوشیټیډ پریس خبري آژانس ته د چارشنبې په ورځ لیک استولی دی چې د نړۍ د قدرتونو سره د اټمي پروګرام پر سر خبرو ته حاضر دی.

دغه وړاندیز کیدای شي چې د امریکا او اروپا له خوا پر ایران باندي د لګیدلو بندیزونو اغیزه او فشار وښيي او یا هم د ایران بل تاکتیک دی چې غواړي ځان ته نور وخت او فرصت پیدا کړي چې خپل اټمي پروګرامونه پرمخ یوسي.

ویل کېږي چې د ایران د اټمي پروګرام په برخه کې مرکچي سید جلیلي نوموړی لیک د سې شنبې په ورځ د اسوشیټیډ پریس خبري آژانس ته استولی دی، یواځي یوه ورځ مخکي ایران ادعا وکړه چې د اټمي تیلو په تولید کې یې پرمختګونه کړي دي.

د ولسمشر اوباما حکومت د ایران ادعاوې چي وايي اټمي پروګرام یې پرمختګ کړی دی بې اهمیته وګڼلې او وېویل چې تهران پر دغه هیواد باندي د لګیدلو بندیزونو د فشار له امله دغه خبري کوي.

د امریکا د باندنیو چارو د وزارت ویانده ویکټوریا نولاند داسي وايي،،مونږ دې ته د یوه غټ خبر په سترګه نه ګورو. مونږ یې پرځای د خپلو ملګرو او د سیمې د هیوادونو سره یوځای پر ایران باندي د لګیدلو بندیزونو پر اغیزمنیتا باندي تمرکز کوو،،.

د اټمي چارو ماهر جیول روبین وايي چې د ایران ددغه اعلان هدف چې په تخنیکي ډول یې پرمختګ کړی دی دا دی چې نړۍ ته خبرداری ورکړي چې باید ایران ته په جدي سترګه وګوري.

جیول روبین داسی وايي: ،،د ایران د اټمي پروګرام په برخه کې د سیاینسي او استخباراتي ادارو او نړیوالې اټمي ادارې ترمنځ داسي ذهنیت موجود دی چې په ایران کې د اټمي وسلو د جوړلو پوهه او تخنیک سته خو دغه هیواد لا تر اوسه پوري پر هغه مسیر حرکت نه دی کړی. د امریکا او د اسرایلو د استخباراتو له قوله ایران تر اوسه پوري د اټمي وسلو د جوړلو هڅه نه ده کړې خو له تخنیکي نقطه نظره ایران روزل شوي ساینس پوهان لري چې یو پرمختللی اټمي پروګرام رامنځ ته کړي.،،

ښاغلي روبین خبرداری ورکړ چې نړیواله ټولنه باید په دې برخه چپ دریځ غوره کړي. کیدای شي چې ایران پرمختګ کړی وي چې هغه هم باید تایید شي خو ایران د اټمي وسلو د جوړولو پر خوا نه دی تللی.

XS
SM
MD
LG