د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د اتومي پروگرام خبرې حساس پړاو ته رسیدلي


د ایران د اتومي پروگرام پر سر خبرې
د ایران د اتومي پروگرام پر سر خبرې

د ایران د اتومي سازمان رئیس علي اکبر صالحي د امریکا د انرژۍ د وزیر ارنست مونیز سره له خبرو وروسته وویل چې "د مذاکرو د عمده برخې په اړه گډ تفاهم ته رسیدلي یو"، خو هغه ټینگار وکړ چې "یوه یا دوه فني موضوعگانې" لا هم پاتې دي.

په دې ترڅ کې د سویس له لوزان څخه څخه رپوټونه وایي چې د برتانیې او فرانسې د بهرنیو چارو وزیران هم ټاکل شوې ده چې په دغو خبرو د گډون لپاره لاړ شي.

د شپږو هیوادونو مرکچیان، چې په هغوی کې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر او د ایران د بهرنیو چارو وزیر شامل دي، د سې شنبې د نیمې شنبې له وروستۍ گړیو نه مخکې چې د پنځه جمع یو هیوادونو د خبرو د ضرب العجل نتیټه پوره کیږي، د یوې داسې مواقفې په چوکاټ کار وکړي چې د اټومي بم جوړولو نه د ایران مخه ونیول شي او د هغه هیواد پر ضد بندیزونه پای ته ورسیږي.

تر دې وخت دا یو عادی خبره ده چې د امریکا د بهرنیو جارو وزیر جان کیري په سویس کې د آټومي خبرو د دمو په جریان کې د جهیل پره غاړه قدم وهي. دهغه ایراني سیال محمد جواد ظریف هم دا کار کوي.

داسې معلومیږي چې د جان کېري او د هغه د ایراني سیال محمد جواد ظریف ترمنځ د جدي خبرو په لړ کې مهم پرمختګ رامنځته شوی دی.

په واشنګټن کې د وسلو د کنټرول د ټولنې غړې کیلسي ډیونپورټ وایي "اوس یواځې دوه رښتیني خلاګانې پاتې دي چې دواړه لوري یې باید ډکې کړي. هغوی غواړي چې د مارچ تر پایه پورې یو مواقفه لاس ته راوړي، نو زه پدې نظر یم چې دا کار به په یقین سره پیښ شي."

هغېه زیاتوي چې د ایران د یورانیمو د غني کوونکو سنټریفیوجونو ظرفیت او شمیر، او همداشان له اقتصادي بندیزونو نه د ایران د خلاصون پروسه، مهمې موضوعګانې دي.

د امریکا د کانګرس د ځینو غړو او د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو َه اند یوه داسې موافقه نږدې ده چې وشي. منتقدین وايي چې دغسې یوه موافقه به په دایمي ډول د ایران پروګرام کنټرول نکړي، او د بندیزونو پای ته رسول به له ایران سره مرسته وکړي چې په ټول منځني ختیځ کې خپله پوځي اجنډا پرمخ بوځي.

په متحده ایالاتو او بریتانیا کې د سعودي عربستان پخوانې سفیر شهزاده ترکي بن فیصل السعود، چې پدې وروستیو کې یې د لندن په چاتم هاوس کې خبرې کولې، ورته نظر یې درلود " هغوی به خپل پرمختګ ته دوام ورکړي، که چیرته وکړای شي. زه فکر کوم چې دا مواقفه به دوی ته ددې جواز ورکړي چې دا کار وکړي ځکه چې د بندیزونو لېرې کول به ښايي هغوی پر خپل ځان نور هم باوري کړي او دوی ته به ددې کار د ترسره کولو لپاره وسیلې برابرې کړي."

د موافقې پلویان له دې خبرې نه انکار نه کوي، خو هغوی وايي چې که چیرې د هغه هیواد مشران پریکړه وکړي چې دا کار وکړي نو دا ممکنه نه ده چې د یوې اټومي وسلې د ترلاسه کولو لپاره د ایران مخه ونیول شي. دا هغه څه دي چې ایران تل ویلي چې د اتومي وسلو جوړول نه غواړي.

XS
SM
MD
LG