د لاس رسي وړ اتصالات

امانو: ایران دي پرته له ځنډه څارونکو ته د څار اجازه ورکړي


د ملگرو ملتونو د اټمي انرژۍ ریئس نن د دوشنبی په ورځ وغوښتل چې ایران دي د ملګرو ملتونو مفتشانو ته بې له ځنډه اجازه ورکړي چې جنجالي پوځي مرکز څخه څارنه وکړي.

دوي پدې عقیده دي چې ښایې ایران په دغه مرکز کې د اټمي پروګرام په تړاو آزمایښتونه کوي. د اټمی انرژۍ د نړیوالې ادارې عمومی رئیس یوکیا امانو د ایران د نه همکارۍ په باره کې د نا امیدۍ د څرگندولوپه ترڅ کې وویل چې د ده اداره غواړي چې د پارچین په نظامی مرکز کې فعالیتونه ارزیابي کړي.

ایران وايي، دغه تورونه بې اساسه دی چې وايي تهران په دغه مرکز کې اټمی وسلی جوړوي. تهران وايي چې اټمی پروگرام يې د سوله ایزو مقاصدو لپاره دی. د امریکا د پلټنی یوې ټولنې د می په میاشت کې هغه عکسونه لاس ته راوړي و چې د مصنوعي سپوږمۍ له لارې اخیستل شوی و. ددغو عکسونونه داسي ښکاره کېده چې ښايي ایران د پارچین په مرکزکې د اټمي وسلو نښې نښانې تباه کړي وي.

امانو وویل چې د ملگرو ملتونو د غوښتنې سره سره د ایران د استازو سره د جنورې د غونډو نه راپدی خوا تراوسه پوري مشخصی نتیجی لاس ته ندی رسېدلي .

دا په داسي حال کې ده چې د ایران نیمه رسمي خبري آژانس ریپوټ ورکوي چې ایران پیشبیني کړې چې د کاناډا وروسته به نورو هیوادونو هم په تهران کې خپلې سفارتخانې بندې کړي.

د مهر خبري آژانس نن د دوشنبې په ورځ د دغه هیواد د پارلمان د ملي امنیت او نړیوالو اړیکو د کمېټه څخه د حسن صبحانیه څخه نقل قول کړی چې وايي اوتاوا د پریکړې وروسته به اوس نور هیوادونو هم ورته فیصلې وکړي او د ایران سره به ډیپلوماتیکې اړیکې وشلوي.

کاناډا د جمعې په ورځ په تهران کې خپل سفارت وتړی، ډیپلوماتیکي اړیکې یې خرابې کړې او خپلو ډیپلوماتانو ته یې امر وکړ چې ددغه هېواد څخه دي ووځي. کاناډا پر ایران تور ولګوی چې د نړۍ امنیت ته یې ګواښ پېښ کړی دی . دغه تصمیم د اسرایلو سره چې د ایران تر ټولو سرسخت دښمن دی، د کاناډا اړیکې ښه کړې.

ایران دغه پریکړه غیر عاقلانه بلي او وايي چې په راتلونکې کې به غبرګون وښيي. ښاغلي صبحانیه دا ونه ویل چې کوم هیوادونه به د کاناډا مثال تعقیب کړي.
XS
SM
MD
LG