د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: د هر ډول برید ځواب به ورکړو


وروسته له هغه نه چې د اسرایلو لومړي وزیر نیتانیاهو پر نړۍ غږ وکړ چې د ایران دپاره دي ددغه هیواد د اټمی پروګرام په خاطر واضیح سور خط کش کړي، ایران هوډ کړی دی چې د هر ډول برید په مقابل کې به عکس العمل وښيي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر اسحاق حبیب پر نیتانیاهو تور ولګوی چې پر ایران باندي بې اساس تورونه لګوي او پر دې یې ټینګار وکړ چې د هیواد اټمي پروګرام یې د سوله ایزو مقاصدو لپاره دی.


پرون د پنجشنبې په ورځ د اسرایلو صدراعظم د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د نړۍ استاځو ته وویل چې د ایران د درولو لپاره وخت له لاسه وځي. هغه پر کاغذ باندي د بم یو رسم ایستلی وو او د غونډې ګډونوالو ته یې تشریح کړه چې څنګه ایران خپل د اټمي بم د جوړلو لپاره د یورانیمو د بډاینې په دویم پړاو کې دی.



روانه اونۍ ولسمشر اوباما وویل چې امریکا به هر هغه څه وکړي چې د ایران مخه ونیسي چې اټمي وسلې جوړې نکړي خو ښاغلي اوباما کوم مهلت ونه ټاکی. په عین حال کې د امریکا د باندنیو چارو وزیرې د پنجشنبې په ورځ ناوخته د اسرایلو د لومړي وزیر نیتانیاهو سره وکتل خو د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو جزیات خپاره نشول.
XS
SM
MD
LG