د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د اروپايي اتحاد د پلاوي سفر فسخ کړی


د ایران مقاماتو تهران ته د اروپایي پارلمان د پلاوي سفر وروسته له هغه فسخ کړ چې هغوي غوښتل د دوو ایراني مبارزینو سره وگوري چې د اروپایي پارلمان د حقوقو جایزه یې وړیده. دغه خبره نن د اروپایی پارلمان نطاقې کړیده.

دغه پریکړه هغه وخت ونیول شوه چې پرون دغو کسانو ته د بشري حقوقو او ازادۍ په خاطر د سخاروف جایزه ورکړل شوه. دوي غوښتل
چې د بشري حقوقو مدافع وکیلې نسرین ستوده اوفلم جوړونکې جعفر پناهي سره وگوري.

د اروپایي پارلمان نطاقې د رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې ددغو تازه خبرونو د اوریدو نه وروسته ایرانیانو فیصله وکړه چې دغه سفر فسخه کړي. ټاکل شوې وه چې دغه پلاوی د اکټوبر په 27 یعنې نن د شنبې په ورځ تهران ته سفر وکړي.

د ایران خبری اژانس مهر د ایران د پارلمان د غړو نه نقل قول کړی چې اروپایي پلاوي ویلي چې د دې سفر یو هدف یې دا دی چې د ستوده او پناهي سره وگوري.

د مهر خبري اژانس د ایران د پارلمان د نړیوالو چارو مشاور حسن شیخ الالسلام له قوله وایي چې د اروپایي پارلمان هیات غوښتل د ایران دغه دوه سیاسي بندیان وگوري او جایزې ورته ورکړي. ایران دا خبره و نه منله.


د ایران او اروپایي اتحاد ترمنځ اړیکې د تهران د اټمي پرگرام په سر خرابې دي، خو د ایران او اروپایي اتحادیې ترمنځ د غونډو هدف دا ‏ؤ چې د خبرواترو دپاره د مدني ټولنو په شمول یوه بله لاره خلاصه شي.

غربي هیوادونه په ایران تورلگوي چې اټمي بم جوړوي خو تهران وایي چې دا خبرې صحیح نه دي او زیاتوي چې اټمي پروګرام یې اټمي بم د جوړولو لپاره نه دی بلکې د سوله ایزو مقصدونو دپاره دی.
XS
SM
MD
LG