د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه اندېښنه لري چې ایران ښايي خپل اټمي مرکز ویجاړ کړي


د ملگروملتونو د اتمی انرژی رئیس وايي، د اسی ښکاری چې ایران غواړی ددغی ادارې د مامورانو د بلې میاشتی د سفر نه مخکی هغه مرکز ویجاړ کړي چې د اټمي مرکز شک پرې راځي .

د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې دهغه څه په هکله اندیښنه څرگنده کړیده چې وايي داسي ښکاري د تهران جنوب ختیځ پلوته د پارچین نظامي سیمې ویجاړول میاشتې وخت ونیسی چې احتمال لری په هغې کې د اتمی وسلو مربوطو کارونو څرک ولگیږي.

دغه اداره فکر کوي چې ښايي ایران په دغه مرکز کې اټمي تجربې کوي .
ددغې اداری رئیس (یوکیا امانو) نن د یکشنبې په ورځ په عراق کې وویل چې د پارچین د اټمي مرکز د ویجاړولو کار د میاشتو میاشتو نه راپدې خوا روان دی که څه هم هغه پدې باره کې نور تفصیل ورنکړ.

لویدیځ ملکونه فکر کوي چې ایران د اټمي وسلو د جوړولو نیت لري خو تهران دغه تورونه ردوي او وايي چې اټمي پروگرام يي د سوله ایزو مقاصدو لپاره دی.
XS
SM
MD
LG