د لاس رسي وړ اتصالات

امانو: ایران په پلټنو کې زړه تنګي کړي یوو


د ملګرو ملتونو د انرژۍ د ادارې رئیس یوکیا امانو د ایران نه غواړي چې ددغې ادارې په پلټنې کې دي همکاري ورسره وکړي. د ده د خبرو لهجه ښيي چې د تحقیق مخنیوی څومره زړه تنګونکی دی.

د نړیوالې اتومي انرژۍ د ادارې مشر یوکیا امانو وایي چې د تحقیق د پیلولو په هکله د ایران سره خبرې تاویږي را تاویږی او دی دا غوښتنه د بېړی پر بنا کوي.

امانو د دوشنبې په ورځ د نړیوالې اټمي انرژۍ د ادارې د پنځه دیرشو ملکونو د مدیره هیات د غونډې په افتتاحیه وینا کی دا خبره کړیده.

د ده خبره زیاته پارچین ته متوجې ده. پارچین د تهران جنوب ختیځ پلو ته موقعیت لري او د نړیوالې اټمي انرژۍ اداره فکر کوي چې ایران هلته اټمي وسلې جوړوي.

دغې نړیوالې ادارې د دوه زره یوولسم کال راهیسې، کوښښ کړیدی چې د پارچین د تفتیش کولو دپاره ورته اجازه ورکړل سي. ایران وایي، هیڅکله یې د اټمي وسلو په پرگرام کار نه دی کړی او ټینګار کوی چې ټول اټمي فعالیتونه یې د سوله ایزو مقاصدو لپاره دي.

XS
SM
MD
LG