د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د لومړنۍ اتومي بټۍ د جوړیدو کار بشپړ شو


د ایران د لومړنۍ اتومي بټۍ د جوړیدو کار بشپړ شو
د ایران د لومړنۍ اتومي بټۍ د جوړیدو کار بشپړ شو

د ایران د ذروي چارو رئیس علي اکبر صالحي وایی چي د ایران لومړنۍ ذروي بټۍ په بشپړه توګه چمتو شوې اوپه څو میاشتو کي به په کار پیل وکړی.

هغه نن د شنبې په ورځ دولتي تلویزیون ته وویل چی کارګرانو د( بوشهر) فابریکې ته د سونګ د موادو لوحې ټولي ځای په ځای کړي دي او فابریکه به د راتلونکي فیبروري په میاشت کي د بریښنا په تولید شروع وکړي.

صالحي وویل چي چارواکي فقط دې ته انتظار باسی چی بټۍ ته اوبه ورسول شي چي هغه مخکي له دې چی په کار پیل وکړي، خپله د تودوخي مناسبه درجه وساتلای شي.

ایران اول د آګسټ په میاشت کي روسي ساخته ١٠٠٠ میګا واټه فابریکې ته د سونګ د موادو لوحې رسولي وې، مګر ددغي فابریکې په کار کي څو ځله ځنډ راغی او هغه یې د نومبر د میاشتي نه چي باید په کار یې شروع کړې وای، وځنډوله.

XS
SM
MD
LG