د لاس رسي وړ اتصالات

په ایران باندې د نورو بندیزونو د لګولو سره د روسیې مخالفت


په ایران باندې د نورو بندیزونو د لګولو سره د روسیې مخالفت
په ایران باندې د نورو بندیزونو د لګولو سره د روسیې مخالفت

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف په ایران باندي د هغه د ذروي پروګرام له کبله د نورو بندیزونو د لګولو سره خپل مخالفت څرګند کړی دی.

لاوروف نن د شنبې په ورځ په ( مونیخ ) کي د امنیتي چارو په یوه کنفرانس کي وویل چي نوي بندیزونه به د ایران اقتصاد ته زیان ورسوي. هغه دې ته اشاره وکړه چي دا بندیزونه به د هغه څه نه تجاوز وکړي چي جرمني او د امنیت د شورا پنځو دائمي غړو د ایران د ذروی پروگرام سره د مقابلې په باب موافقه ورباندي کړې وه.

د ملګرو ملتو د امنیت شورا په ایران باندي له دې کبله څلور روڼه بندیزونه لګولي دي چي د خپلو یورانیمو د غني کولو نه لاس نه اخلي.

XS
SM
MD
LG