ایران او د نړۍ غټ طاقتونه په نظر کي لري چي د ایران د جنجالي ذروي پروګرام په باب د بل کال د جنوري د میاشتي په پای کي د ترکیې په استانبول کي بل رونډ خبري هم وکړي.
د اروپایي اتحاد لوړ رتبه د یپلوماتي ( کاترین ایشټن ) پرون د سه شنبې په ورځ وویل چي په دې خبرو کي به دایران د اټومي فعالیتونو په اړه د امریکا، روسیې، چین، برتانیې، فرانسې او جرمني اصلي اندیښنې وڅیړل شي.
هغې وویل چي هغه هیوادونه چي زه یې آستاځیتوب کوم د ایران د ذروي پروګرام په باب د نړۍ والي ټولني د اندیښنو په اړه د یوې پریکړي په منظوریدو کي سره متحد دي او دا به د همدې خبرو اساسي موضوع وي. موږ د ایران حقوق په رسمیت پیژنو مګر په دې باندي هم ټینګ ولاړ یو چي هغه باید خپل مکلفیتونه ترسره کړي.
( کاترین ایشټن ) دا اعلان په داسي حال کي وکړ چي د ایران د ذروي چارو لوړ رتبه آستاځي او د نړۍ د طاقتونو لویو دیپلوماتانو په ژینیو کي دوې ورځنۍ خبري ختمي کړې.
ایراني منابعو د جنوري په میاشت کي د ایران له خوا په خبرو کي د ګډون موضوع تایید کړې ده.