د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: اټومي معامله او د اسراییل په رسمیت پیژندنه تړاو نلري


د اسرائیلو صدراعظم بینامین نتنیاهو د جمعې په ورځ د نړۍ د شپږو قدرتونو او ایران ترمنځ د اتومي معاملې کاري چوکاټ باندې په داسې حال کې کلکه نیوکه وکړه چې ویې غوښتل د ایران سره په نهایي معاملې کې ایران باید اسراییل په رسمیت وپیژني.

د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما د امریکا د 'ان پي آر' راډیو سره د یوې مرکې په ترڅ کې د سې شنبې په ورځ خپره شوه وویل:

"دا تصور چې مونږ به په ایران باندې د وسلو د نه جوړولو شرط ږدو چې ایران اسراییل په رسمیت وپیژني له دې معاملې سره هیڅ تړاو نلري. د دې مانا به دا وي چې ووایو تر هغې پورې به یوه موافقه نه لاسلیک کوو تر څو چې د ایران رژیم په بشپړه توگه بدل شوی نه وي. زما په باور دا په قضاوت کې یوه بینادي تیروتنه ده."

جمهور رئیس اوباما زیاته کړه "مونږ غواړو چې ایران اټومي بم ونه لري، نو ځکه مونږ په دې تمه نشو کېدلی چې د رژیم ماهیت بدل شي. که چېرې ایران دفعتاً ځان د جرمني، سویدن یا فرانسې غوندې کړي دا به بیله خبره وي چې د اټومي پروگرام په ماهیت باندې وغږیږو."

نتنیاهو او کانگرس

خو اسراییل ټینگار کوي چې د تیرې پنچشنبې په ورځ په سویس کې د ایران سره د یوې موافقې کاري چوکات ته رسیدل د اسراییل موجودیت له گواښ سره مخامخ کوي. ښاغلي نتنیاهو ویلي دي چې هغه به دامریکا قانون جوړونکو باندې فشار راولي چې تهران ته د بم جوړولو لپاره لاره خلاصه پرېنږدي.

ښاغلي نتنیاهو د یکشنبې په ورځ د امریکا په تلویزون کې ښکاره شو او وې ویل چې د دې مسلې په سر یې د کانگرس له جمهوري غوښتونکو او دموکراټو غړو سره بحثونه کړي دي.

جمهور رئیس اوباما وایي چې د ایران سره د اټومي معاملې کاري چوکات ته رسیدل یوه ښه معامله ده چې د سختو دیپلوماسي اصولو له لارې ترسره شوه.

د نړۍ شپږو ځواکمنو هیوادونه د تیرې پنجشنبې په ورځ د ایران سره په دې هدف د تهران د اتومي معاملې کاري چوکات باندې موافقه وکړه چې نړیوال به د تهران د اتومي پروگرام د کمولو په بدل کې هغه هیواد باندې بندیزونه کم کړي.

د ایران جمهور رئیس حسن روحاني ژمنه کړې ده چې ایران به تر هغه مهاله د دې موافقې د تعهداتو درناوی وکړي چې نور اړخونه هم د خپلو کړو ژمنو درناوی کوي‏.

جمهور رئیس اوباما د 'ان پي آر ' راډیو سره په مرکه کې دا هم وویل چې اروپایي مرکچیان هڅه کوي چې د ایران سره داسې یوې جوړجاړۍ ته ورسیږي چې د بندیزونو د بیا لگولو په صورت کې د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د رایې ته اړتیا نه وي چېرې چې د ایران ملگری روسیه د ویتو حق لري.

د موافقې کاري چوکاټ

د دغې موافقې په اساس باندې به ایران د ٢٥ کلونو لپاره د خپلو اتومي اکمالاتو په لومړنی بهیر باندې د څار شرایط برابر کړي.

د موافقې د مندریجاتو په اساس ایران به یورانیمو د غني کولو له ١٩٠٠٠ بټیو نه یوازې ٦١٠۴ بټۍ پریږدي له دې نه یوازې ٥٠٦٠ بټۍ به یې د لسو کلو لپاره یورانیم غني کوي.

د دې موافقې په اساس به ایران د خپلو غني شویو یورانیمو د څیرمې ډیری خنثي کړي. د فوردو په نوم د د اتومي تاسیسات چې د مځکې لاندې جوړ شوي په داسې تاسیساتو بدل کړي چې یورانیم نشي غني کولی.

ایران په دې هم موافقه کړې ده چې د اراک بټۍ به بیا له سره داسې ډیزاین کړي چې د پلاتونیم د کچې وسلې جوړې نکړي.

ایران بیا بیا ویلي دي چې اتومي بم جوړولو ته لیواله ندی.

د امریکا د انرژۍ وزیر ایرنست مونیز چې ایران او د نړۍ د شپږو ځواکمنو هیوادونو ترمنځ په خبرو اترو کې گډون درلود وایي دا معامله د ایران په اتومي تاسیساتو کې د شفاف لاس رسی زمینه برابروي.

ښاغلي مونیز زیاته کړه" دا د ١٠، ١٥ یا ٢٠کلونو لپاره یوه موافقه نده. دا د یوې اوږدې مودې لپاره موافقه ده چې یو شمیر پړاونه لري. که چېرې ایران په دې وخت کې دننه په خپلو سوله ایزو مقاصدو کې اعتبار او ډاډ تر لاسه کړ نو بیا به د وخت په تیریدو سره بندیزونه هم په تدریجي ډول کم شي

د امریکا د انرژۍ وزیر، ایرنست مونیز

د امریکا د انرژۍ وزیر، ایرنست مونیز

د سپینۍ مانې ویاند جاش ایرنست واضحه کړه چې د بندیزونو قانوني چوکات به پخپل ځای پاتې شي او یوزاې به د کانگرس له خوا لرې شي. "که چېرې موږ ته ددې څرک ولگېږي چې د ایران حکومت د پلان څخه انحراف کړی نو مونږ کولای شو چې بندیزونه له هماغه وخت نه وروسته بیرته عملي کړو"

د کانگرس ځیني جمهوري غوښتونکي غړي د یوه قانون د تصویب وړاندیز کوي چې د سنا مجلس ته ٦٠ ورځې وخت ورکړي چې د دې نهایي معاملې په ضد یا په ملاتړ رایه ورکړي. خو د سپینۍ مانې ویاند وایي چې دا اقدامات د هغو قانون جوړونکو له خوا جوړ شوي چې د ایران سره معامله کول نه غواړي.

سپینه مانې وایي جمهور رئیس اوباما د خپل صلاحیت په دایرې کې د یوې نړیوالې معاملې په سر خبرې اترې کړې دي. دا اوس په کانگرس پورې اړه لري چې په دې هکله یو قانون تصویب کړي.

جمهور رئیس بارک اوبا ما وایي د ایران سره اتومي معامله په سیمه کې د سولې د ټینگښت لپاره یو بیساری فرصت برابروي.

XS
SM
MD
LG