د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران سره پر خبرو د کانگرس د مداخلې منفي اغیزه


د امریکا د جمهوري ریاست د مطبوعاتي دفتر مشر ډینس مکدونا د امریکا د سنا بهرنیو اړیکو کمیتې مشر، باب کورکر ته د یو لیک په ترڅ کې ویلي چې د کانگرس مداخله به د تهران سره د امریکا په مذاکراتو باندې منفي اغیزه وکړي.

د سپینې ماڼۍ چارواکي ویلي دي چې جمهور رئیس اوباما به په دې اړه د جمهوري غوښتونکو سناتورانو له خوا وړاندیز شوې مسوده ویتو یا رد کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د یکشنبې په ورځ سویس ته روان شو او هلته به د تهران د اټومي پروگرام په سر یو جوړجاړي ته د رسیدو لپاره ، چې د مارچ تر ٣١ وروستۍ نیټه ټاکل شوې، د خپل ایراني سیال جواد ظریف سره یو ځل بیا خبرې اترې وکړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري پرون د مصر په شرم الشېخ سيمه کې د پانګونې په کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل چې په خبرو کې ځیني پرمختگونه شوي دي خو اوس هم لا مهم اختلافات پاتې دي.

ښاغلی کېري زیاته کړه؛ "له پیله دا خبرې سختې او شديدي وې او لاهم دي. موږ يو څه پرمختګ کړی و؛ خو اوس هم خنډونه شته، مهم خنډونه او په دې اړه د ايران له خوا بايد مهم انتخاب وشي؛ تر څو وکولی شي، مخ پر وړاندې لاړ شي."

ښاغلي کېري وویل په خبرواترو کې یو خنډ کیدای شي ایراني مشرانو ته د۴٧ جمهوري غوښتونکو سناتورانو له خوا د یو لیک په ترڅ کې خبرداری وي. ښاغلي کېري ایراني مشرانو ته استول شوی لیک د جمهوري غوښتونکو له خوا مسقیمه مداخله وبلله چې د هغه په وینا کیدای شي ایران سره احتمالي موافقه خطر سره مخامخ کړي.

کله چې وپوښتل شو چې د خپل ایراني سیال سره په لیدنه کې به هغه د استول شوي لیک لپاره بښنه وغواړي، د ښاغلي کېري داسې وویل:

"زه به د هغو خلکو دعمل نه چې د اساسي قانون خلاف دی او یوازې د ٦٠ ورځو راهیسې په کانگرس کې دي، بښنه ونه غواړم."

امریکا او پنځه نور قدرتونه به د ایران سره د سویس په لوزن ښار کې خبرو اترو کې برخه واخلي. امریکا او د هغه پنځه جمع یو ملگرو ډله یې چې بریتانیې، چین، فرانسه، روسیه او جرمني دي، ایران سره یو جوړجاړي ته د رسیدو لپاره د مارچ تر ٣١ پورې ضرب الاجل ټاکلی و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي که چېرې د مارچ تر پایه پورې امریکا د ایران د اټومي پروگرام په سر یوې معاملې ته ونرسیدو نو ښاي چې ضرب الاجل به بیا تمدید نشي.

XS
SM
MD
LG