د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: د ګاونډیوو هیوادونو له خوا د تیلو تولید به غیر دوستانه عمل وګڼو


ایران: د ګاونډیوو هیوادونو له خوا د تیلو تولید به غیر دوستانه عمل وګڼو
ایران: د ګاونډیوو هیوادونو له خوا د تیلو تولید به غیر دوستانه عمل وګڼو

ایران د پطرولو د صادرونکو هیوادونو غړو، خپلو عربو گاونډیو هیوادونو ته خبرداری ورکوي چې د لویدیځ د بندیزونو با وجود چې د ایران په تیلوباندي یې لگولي دي، د خپلو خامو تیلو بیه پورته نه کړي.

د لویدیځ د ورځپاڼې ننی رپوټ د محمد علي خطیبي له قوله وایي چې تهران به د خامو تیلو د تولید زیاتول غیر دوستانه عمل وبولي.

نوموړي همدغه راز وویل چې که چیري د اوپک غړي هیوادونه داسی عمل وکړی ، نوعواقب به یی ښه نه وي.

تیره اونۍ لویدیځو ډیپلوماتانو، د ایران ددی اقدام له کبله اندیښنه څرگنده کړه چې په لوړه کچه یورانیم غني کوي. دوي وایی دغه کارد ملگروملتونو د هغو پریکړو نه سرغړونه ده چې د تهران د جنجالی پرگرام له کبله یې کړیدي.

د امینت شورا، په ایران باندې چې د یورانیمو د غنی کولو نه لاس نه اخلي ،څلور ځلی بندیزونه لگولي دي. غنی یورانیم په ملکي اونظامي چارو کې استعمالیږی.

د دې میاشتې په پای کی به ، اروپایي اتحادیه په ایران باندې د نور فشار د اچولو دپاره په دې غور وکړي چې د ایران د تیلو په صادراتو بندیزونه ولگوي.

تر اوسه پوري ایران، دا گواښونه کړیدي چې د هوزموز تنگی به وتړي. دغه تنگی د نړیوال تجارت مهم بندر اولاره ده.

د امریکا د باندنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن وویل چې د ایران دغه گواښ پارونکی او خطرناک دی.

هغې د ایران نه وغوښتل چې خپل دغه پارونکی سلوک دي ختم کړي او د اټمي وسلو د ترلاسه کولو دپاره دي خپله څیړنه نوره بنده کړي.

لویديځ قدرتونه په ایران باندی تورلگوي چې اتومی وسله جوړوی خو تهران بیا وایې چې اټمي پروګرام یې د سوله ایزو مقاصدو دپاره دی.

XS
SM
MD
LG