د لاس رسي وړ اتصالات

عرب بیلتونپالو ادعا کړې چې د ایران د تیلو پایپلاینونه یې الوزولي


د عرب مبارز دغې ډلې د بریدونو تصویرونه هم خپاره کړي دي
د عرب مبارز دغې ډلې د بریدونو تصویرونه هم خپاره کړي دي

د عربانو یوې بیلتونپالې ډلې ادعا کړې ده چې د ایران په جنوب کې یې د تیلو دوه پایپلاینونه په بمونو الوځولي دي او د نورو بریدونو پلان هم لري.

د عرب مبارزې په نامه یوې ډلې چې د اهواز د سیمې استقلال غواړي، د سه شنبې په ورځ په خپلې یوې اعلامیې کې ویلي دي چې دا برید یې د ایران د خوزستان په ولایت کې کړی دی.

دوی د برید تصویرونه هم خپاره کړي دي، خو د اسوشیټډپرس وايي د دغو تصویرونو تصدیق نشي کولی. مګر دا ډول مخکنیو بریدونو مسولیت هم دغې ډلې اخیستی و.

په خپله ایراني مطبوعاتو او چارواکو لا د دغې ډلې د ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

د عرب بیلتونپالې ډلې ویلي دي چې دا بریدونه یې له هغه وروسته کړي چې ایران له اتومی تړون وروسته د یو شمېر بهرنیو شرکتونو سره د تیلو او ګازو نوي تړونونه وکړل.

دغې ډلې ویلي چې په روان کال کې د ورته نورو بریدونو پلانونه هم لري.

XS
SM
MD
LG