د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: تر ۲۰۱۶ کاله پوري به د تیلو تولید ۵،۲ میلیونو بیلرو ته ورسوو


د ایران د تیلو وزیر ویلي دي چې ایران پلان لري چې د خپلو تیلو تولید تر دوه زره او شپاړسم کاله پوري د ورځې پنځه اعشاریه دوه ملیون بیلرو ته زیات کړي.

د ایران دولتي تلویزیون پرون د رستم قاسمي له قوله وویل چې د تیلو د تولید دومره زیاتولو دپاره په کار دي چې د تیلو په صنعت درې سوه ملیارده ډالره ولگول شي.
دی وایي ایران اوس د ورځې څلور ملیون بیلر تیل تولیدوي.

د ایران د تیلو وزیر ښاغلي قاسمی دغه تبصرې په داسې وخت کې کړي چه ایران هلې ځلې کوي چې خپل خام تیل خرڅ کړي. غرب د ایران په تیلو ځکه بندیز لگولی دی چې د خپل اټمي پرگرام نه چې غرب گومان کوي نظامي مقصد لري ، لاس نه اخلی خو ایران بیا دا تورونه ردوي.

د انرژې د نړیوالې ادارې د رپوټ له قراره د ایران د تیلو صادرات د ورځې یو ملیون بیلرو ته ټیټ شویدی. ایران د خپلو بهرنیو عایداتو په سلو کې اتیا د همدې خامو تیلو له درکه ترلاسه کوي.
XS
SM
MD
LG