د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران پارلمان مخالفو مشرانو ته د مرګ سزا غوښتې


د ایران پارلمان مخالفو مشرانو ته د مرګ سزا غوښتې

د ایران پارلمان مخالفو مشرانو ته د مرګ سزا غوښتې

د ایران د پارلمان غړو ددغه ملک د حکومت مخالفو مشرانو ته له دې امله د مرګ سزا غوښتې ده چې ‍پرون یې د ملک په څو ښارونو کې د حکومت خلاف مظاهرې جوړې کړې وې.

محافظه کارو وکیلانو نن وویل چې د حکومت مخالف مشران میر حسین موسوي او مهدي کروبي باید د فتنه اچونې په تور محاکمه شي چې سزا یې مرګ دی. دغو دوو اصلاح غوښتونکو پرون په تهران او څو نورو ښارونو کې له دې آمله لاریونونه تنظیم کړي وو چې په عربي ملکونو کې د مستبدو حکومتونو په خلاف د خلکو له وروستیو خوځښتونو سره خپل یووالی وښيي.

د موسوي ویبپاڼه لیکي: ناتایید شوي رپوټونه ښيي چې امنیت ساتونکو په سلګونو مظاهره چیان ونیول، او ددې په ځواب کې د حکومت د بندیز خلاف په زرګونو خلک د پایتخت تهران لارو کوڅو ته راووتل.

د ایران د پولیسو مرستیال احمد رضا رادان دا منلې ده چې امنیت ساتونکو مظاهره چیان نیولي دي خو د نیول شويو کسانو شمیر یې نه دی ښودلی. هغه دا هم ویلي چې د حکومت یوه مخالفه ډله چې بندیز پرې لګیدلی وو، په دغو لاریونونو کې برخه واخیستله، پر پولیسو یې ډزې وکړې او په دې ډزو کې یو لاروی ووژل شو او نهه امنیتي موظفین ټپیان شول.

تر اوسه پورې خپلواکو سرچینو ددغې پیښې پخلی ندی کړی.

عیني شاهدان وايي، د ایران امنیتي موظفینو د مظاهره کوونکو د خورولو لپاره اوښکې بهوونکي ګاز وشیندلی ربړي ګولۍ یې وارولې. مظاهره چیانو په خپلو شعارونو کې ایراني مشران د مصر او ټونس هغو مستبدو مشرانو ته ورته ګڼل چې د وروستیو مظاهرو په نتیجه کې له واک ته وغورځېدل.

د ایران د پارلمان رییس علي لاريجاني پر امریکا او متحدینو یې دا تور ولګاوه چې د ایران د حکومت مخالفه ډله په دغه ملک کې د ناامنۍ د جوړولو لپاره د وسیلې په توګه استعمالوي.

XS
SM
MD
LG