یوه ناراضه ایراني مشر نن د نړی په لویو قدرتونوغږ وکړ چې د ایران د خوشحالولو نه نور لاس واخلي او د مخالفو ډلو ملاتړ وکړي.
دوی دا خبره هغه وخت وکړه چې د ایران د اتومي پرګرام په سر د خبرو وروستي دور نتیجه ورنکړه.
مریم رجوي، چې په پاریس کې د ایران د مقاومت د ملی شورا د مرکز ریسه ده، همدغه راز په امریکا تور لګوی چې د ترورستانو د لیست نه د هغې د ډلی د نوم د ایستلو د فیصلی نه ځان شا ته کوی. هغې وویل
لویدیځو هیوادونو لس کاله د ملایانو په هڅولو او خوشحالولو، او همداشان په بی فایدې خبرو اترو، تیر کړل.
رجوي وویل، پاریس ته نژدې د زرګونو هغو ایرانیانو غونډی ته دا خبره وکړه چې د ډیر وخت راهیسی د ملک نه بهر ژوند کوي.
د نړی قدرتونو او ایران، و نه شو کړی چې د تهران د اتومی پرګرام
په باره کی د جون د نولسم تاریخ په غونډه کی ، کومه پریکړه وکړي
او د نورو سیاسی خبرو دپاره نیټه وټاکي . دا خبری په داسی حال کی ناکامې شویدی چې آخوا ته د منځنې ختیځ د نوی بحران خطر لیدل کیږی.
غرب اندیښنه لري چې ایران،د اتومی بم په جوړولو لګیا دی.
تهران وایی ، د بریښنا د تولید او نورو سوله ایزو پروژو دپاره یې اتومي پرګرام پیل کړیدی.
د ایران د مقاومت ملي شورا، چې پنځه، واړه ګروپونه په کې دي، هلی ځلی کوی چې په ایران کې د شیعه ملایانو واکمني ختمه کړي.
په دوه زره او دویم کال کی ، اول ځلی همدغه ګروپ وویل چې ایران د نتانز په بټې کې یورانیم غنی کوی. هغې وویل د ملایانو د اتومی خطر مخه داسی بندیدی شی چې په دیکتاتوری رژیم کې یې بدلون را شي.