د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي قاضیان: مجاهدین خلق باید د تروریستي لست نه وایستل شي


د امریکا د استیناف یوې فیډرالي محکمې ویلي دي چی حکومت باید هغه ایرانۍ ډله چي د خارجی تروریستي ډلي ټاپه یې پر وهلې ده، ددې لیست نه وباسي.

ددرو قاضیانو دغي محکمې نن د شنبې په ورځ په واشنگټن کي حکم وکړ چی د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ایران د مجاهدین خلق ډلي ته مناسبه موقع نه ده ورکړې چی خپل نوم د تروریستانو د لیست نه وباسي.

په عراق کي دیره دغي ډلي په ٢٠٠٨ کال کي عریضه کړې وه او دا خبره یې په کي ذکر کړې وه چی نور دي نو د تروریستانو د لیست نه وایستل شي، مگر د امریکا حکومت تیر کال دا عریضه وروسته له هغه رد کړه چی په هغو موادو او اطلاعاتو باندي یې غور وکړ چی ددغي ډلي او د امریکا د استخباراتو له خوا وررسیدلي وو.

که کومه ډله د تروریستانو په لیست کي شامله وي، نو هغه نه شي کولای چی په امریکا کي بسپنی او اعانې او داسي نورو مرستو مواد را غونډ کړي او ددې ملک نه نور ملاتړ ترلاسه کړي.

مجاهدین خلق اصلا په ١٩٩٧ کال کي د خارجی تروریستي ډلي په توگه د تروریستانو په لیست کي شامله شوه، مگر اوس وایي چی هغه په ٢٠٠١ کال کي د ایران د حکومت په مقابل کي د خپلي وسله والي مبارزې نه تیره شوه او په ٢٠٠٣ کال کي یې خپلي وسلې په عراق کي امریکایي قواو ته تسلیم کړې.

اروپایي اتحاد تیر کال دغه ډله د تروریستانو د لیست نه ایستلې ده.

XS
SM
MD
LG