د لاس رسي وړ اتصالات

لاریجاني بیا د ایران د پارلمان مشر شو


علي لاریجاني د پارلمان د ۲۸۱ رایوو څخه ۱۷۳ رایې وګټلې
علي لاریجاني د پارلمان د ۲۸۱ رایوو څخه ۱۷۳ رایې وګټلې

سره له دې چې اصلاح غوښتونکو د روان کال د فبرورۍ د میاشتې په انتخاباتو کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودلې، د ایران د پارلمان منځلاری محافظه کاره مشر، د یکشنبې په ورځ بیا ددغه هیواد د پارلمان مشر وټاکل شو.

علي لاریجاني د پارلمان د ۲۸۱ رایوو څخه ۱۷۳ رایې وګټلې. زیات شمیر اصلاح غوښتونکو د خپل ګوند د کاندید محمد رضا عارف پرضد رایې ورکړې چې ګټه یې لاریجاني ته ورسېدله.

د لاریجاني انتخابېدلو ته د ایران په پارلمان کې د منځلارو محافظه کارانو د بریا په سترګه کتل کېږي.همد دغه راز د ولسمشر حسن روحاني دپاره هم ګټه کوي، چې د نړۍ د قدرتونو سره یې تېرکال د ایران د اتومي پروګرام په هکله موافقه وکړه.

منځلارو او اصلاح غوښتونکو چې د ولسمشر روحاني ملاتړ کوي، د روان کال په انتخاباتو کې زیاتې څوکۍ وګټلې خو اوس هم په پارلمان کې اکثریت نه دي.

اصلاح غوښتونکي د پارلمان د ۲۹۰ څوکیو څخه ۱۳۳ څوکۍ لري او محافظه کاران بیا ۱۲۵ څوکۍ لري. پاتې څوکۍ د مستقلو غړو او مذهبي اقلیتونو دي چې هغوی هم د لایحو په تصویب کې ښايي د ولسمشر حسن روحاني ملاتړ وکړي.

XS
SM
MD
LG