د لاس رسي وړ اتصالات

خامنه اي روحاني د رئیس جمهور په توګه تایید کړ


د ایران نوي ا ومنځلاري ولسمشر حسن روحاني د محمود احمدي نژاد پرځای د هېواد د اوم ولسمشرپه توګه خپله وظېفه اشغال کړه. د ښاغلي روحاني د ولسمشرۍ د پرانېستنې نه مخکې د ایران معتبر روحاني مشر ایت الله علي خامنه اي د شنبې په ورځ د هغو رسمي مراسمو مشرتوب وکړ چې ښاغلی روحانی پکې دایران د ولسمشر په توګه تائید شو.

په دغو مراسمو کې هغه ٦۴ کلن روحاني ته دمنتخب ولسمشر په توګه دجمهوري ریاست اختیارات وسپارل شول. د ایران د ولسمشر روحاني د کار اووظیفې عمومي مراسم به د یکشنبی په ورځ پرځای شي.

رپوټ وايي ښاغلی روحاني له دېنی زده کړو نه علاوه یوقانون پوه دی. هغه په اېران کې له څو لسېزو راهیسې په ډېرو لوړو دولتي مقامونو کې کارکړی دی.

په دې وظایفو کې له 1989- نه تر 2005 م کال پورې هغه د ایران داټمی مرکچیانو د ډلې مشر و. نوموړي پرون وویل چې دایران دښمنان غواړي چې اېران تجرید کړي ترڅو د خلکو او حکومت ترمنځ فاصله نوره هم پراخه کړي. ښاغلي روحاني وویل څرنګه چې د ایران د ولسمشرۍ په انتخاباتوکې زښتو زیاتو خلکو گډون وکړ نو دا دسیسه په حقیقت کې ناکامه شوله.


د ایران نوي انتخاب شوي ولسمشر حسن روحاني حتی تردې مخکی چې له احمدي نژاد نه د چارو واګي ترلاسه کړي، د جمعې د ورځ ېې دهغي تبصرې له امله جنجالونه را پېدکړل چي د اسرائیلو په باب یې وکړه.

د ایران د محصلانو خبري آژانس ( اسنا) او د ایران نورو خبري رسنېو داسي رپوټ خپور کړ چي ښاغلی روحاني اسرائیل داسي « زخم» وباله چي د « اسلامي نړۍ په بدن کې دی.» او باید چي « ایسته شي.» نړوالو خبري آژانسونو هم دا تبصره خپره کړه او د اسرائیلو صدراعظم ډیر چټک متقابل جواب ورکړ ا و دا تبصره یې محکومه کړله.

خو د ایران دولتي تلویزیون وروسته وویل چي د ښاغلي روحاني وینا تحریف شوې او نادرسته تعبیر شوې ده. دغه تلویزیون د هغو خبریالانو ویډیو خپره کړه چي د ښاغلي روحاني سره یې مرکې کولې او هغه وایي چي « د فلسطین د سیمو اشغال په اسلامي ټولني باندي د یوه زاړه زخم په شان دی.»

دغه ویډیو چي د امریکا غږ د فارسي خپروني له خوا خپره شوې مستقلو منابعو نه ده تایید کړې.

ښاغلي روحاني دا وینا په داسي حال کي وکړه چي ایرانیانو د جمعې په ورځ د قدس د ورځي چي د بیت المقدس ورځ یې هم بولي د مراسمو د لمانځلو په خاطر مظاهرې وکړې. ټاکل شویده ښاغلی روحاني د یکشنبې په ورځ رسما په کار شروع وکړي.

XS
SM
MD
LG