د لاس رسي وړ اتصالات

ایرانی تجارانو دتهران په ستر بازار کې اعتصاب کړی


ایرانی سوداگرانو دتهران په ستر بازار کې اعتصاب کړیدی چې داقتصادی ستونزو په وخت کې دزیاتی مالېه په لگولو باندی احتجاج وکړی.

دایران ایسنا خبری اژانس وائې، پرون دسه شنبی په ورځ په تهران کې دجواهراتو او نساجی ډیر دکانونه تړل شوی وو. دا اعتصاب دهغه جنجال یوه برخه ده چې دلوړی مالېی په باره کې ئې سوداگران دحکومت سره کوی. په تیر مالی کال کې په مالیه کې زیاتوالی راغلی و چې دمارچ په میاشت کې ختم شویدی.

ایسنا دیوسوداگر له قوله وائې، حکومت ډیره سخته لهجه استعمالوی چې په سوداگرانو فشار راوړی چې مالیه ورکړی. دی وائې، په بازار کې ډیر دکانونه تړل شویدی ځکه چې دوی دغه مالیه نشی ورکولای.

سوداگرانو دتهران په ستر بازار کې دی ته ورته احتجاج دمالیه دلوړیدوله کبله په دوه زره اتم کال کی کړی و.

XS
SM
MD
LG