د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران مشرانو د حکومت په پلوی د مظاهرې غږ کړی


د ایران مشرانو د حکومت په پلوی د مظاهرې غږ کړی

د ایران مشرانو د حکومت په پلوی د مظاهرې غږ کړی

د ایران مذهبي مشرانو او علماو د جمعې په ورځ په تهران کې د یوې ډېرې غټې مظاهرې را ایستلو غږ کړی او وېې هدف ېې دادی چې د هغواصلاح غوښتونکو سره خلک خپله کرکه څرگنده کړی چی په روانه هفته کی ېې د حکومت پر خلاف مظاهرې وکړې.

د ایران د اسلامی اشاعت د هماهنگۍ شورا نن د تهران د اوسېدونکو څخه غوښتنه وکړه چې د جمعې د لمانځه نه وروسته دې په مظاهره کې گډون وکړی، ترڅو دهغوئ په وېنا د فسادېانو دمشرانو او دهغو دملگرو او انډېوالانو د جرمونو پر خلاف خپله غوصه او قهر څرگند کړی.

داېران دپارلمان محافظه کاران دمخالفانو په دوو مهمو مشرانو مېر حسېن موسوی او مهدی کهروبی باندی تورلگوی چې دحکومت پرخلاف ېې بغاوت کړی دی چی سزا ېې اعدام دی.

د ایران د څارونوالۍ مشر غلام حسېن حسېنی اېجی نن غوښتنه وکړه چې دواړه مخالف مشران باید حتما سزا وویني.

د حکومت مخالفو مظاهره کوونکو او د حکومت وفادارانو په روانه هفته کې د مظاهرو په دوران کی د ېوه وژل شوی اېرانی محصل په یاد د مراسمو په وخت په خپلو منځونو کی سختی نښتې کړي.

د ایران دولتي تلویزیون وايي په داسې حال کې چې د ثانیې زلېح په نوم د یوه وژل شوي محصل د یاد مراسم روان وو. یوې مخالفې ډلې او د حکومت ملاتړ کوونکو د تهران د پوهنتون د هنرونو په فاکولته کې سختې نښتی وکړې.

د ایران حکومت او مخالفان ددغه محصل د وژلو پړه ېوه د بل پرغاړه غورځوي. کله چې د دوشنبې په ورځ په تهران کې پولیسو کوښښ کاوه چې په زرگونو مظاهره کوونکي خپاره کړي نن په همدغه شېبه نوموړی ولگېده او مړ شو.

په کال ٢٠٠٩ مېلادی کې د جمهور رییس احمدی نژاد د حکومت پر خلاف د ډیرو پراخو مظاهرو نه وروسته، د لومړي ځل لپاره په تهران او څو نورو غټو ښارونو کې دومره زیاتې پراخه مظاهري وشوي.

د ایران دولتي تلویزیون وايي چې نن د تهران په پوهنتون کې د حکومت طرفدارانو مخالفان په وچ زور د مراسمو د ځای نه وشړل او دا شعارونه یې ورکول چې مظاهره کوونکي باید اعدام شي.

جمهور رییس محمود احمدي نژاد نن دولتي تلویزون سره په خپله مرکه کې وویل چې ددغو مظاهرو نه معلومیږي چې ایران دښمنان لري او وجه یې داده چې ایران غواړي خپل سر پورته کړي او د ترقۍ او پرمختگ پړاو ته ځان ورسوي.

مگر د ایران د اصلا غوښتونکو یوه مشر مهدی کهروبی نن په خپله ویب پاڼه کې ولیکل په هر قیمت چې وی زه به خپل پوره کوښښ وکړم چې په ایران کې سیاسی بدلون راولم. داېران دحکومت مخالفانو د مصر او تونس دخلکو سره دملاتړ په خاطرغوښتل چی د دوشنبی په ورځ مظاهرې وکړی خو داېران امنېتی ځواکونو کوښښ وکړ چې وخه ېې ونېسی. داېران دپارلمان رېس علی لارېجانې وېې چی مخالفان دامرېکا په دام کی راښکېل شوی دي ځکه واشنگټن غواړی چی دموقع نه په استفاده په اېران کی گډوډی رامنځ ته کړی.

XS
SM
MD
LG