د لاس رسي وړ اتصالات

ایران خپل نیابتي ځواکونه دوه برابره زیات کړي- امریکايي چارواکي


د ایران سپاه پاسداران د افغانستان ځوان شعیه ګان د لوا فاطمیون تر نامه لاندې سوريې ته د جنګ لپاره استوي
د ایران سپاه پاسداران د افغانستان ځوان شعیه ګان د لوا فاطمیون تر نامه لاندې سوريې ته د جنګ لپاره استوي

امریکايي چارواکي وايي د ۲۰۱۵ کال له اتومي تړون وروسته د ایران ډېره کنګل شوې شتمني پرېښودل شوه چې له کبله یې دغه هېواد اوس په منځني ختیځ او نورو سیمو کې د خپل نفوذ د زیاتولو هلې ځلې کوي.

یو امریکايي چارواکي ویلي ایران د خپل جبهه اي ځواک د غښتلي کولو پر ځای په دې بوخت دی چې یو ځانګړی ځواک جوړ کړي چې په سیمه کې د ایران د نیابتي جګړه مارانو او ځواکونو رهبري او مشري وکړي.

د امریکا د ځانګړو ځواکونو د قومندانۍ مرستیال تامس تراسک وویل "د شواهدو په اساس ایران داسې قطعې او افسران ګمارلي چې په سوریه کې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران سره مرسته وکړي. موږ پر دغو نیابتي ځواکونو پام ساتو، خو ایران له سوریې او یمن څخه وراخوا افریقا، لاتینې امریکا او اروپا ته هم لاسونه غزولي دي".

د ۲۰۱۵ کال اتومي تړون ایران ته دا زمینه برابره کړه چې خپل کنګل شوې شاوخوا ۱۵۰ میلیارده ډالرو ته لاسرسی پیدا کړي او ورسره د اقتصادي ودې لپاره په نورو برخو کې پانګونه وکړي.

د اتومي تړون د منتقدینو یو انتقاد دا و چې شاید ایران د خپلو کنګل شویو شتمنیو په ترلاسه کولو به خپل نظامي ځواکونه لا غښتلي او په منځني ختیځ کې خپل نفوذ زیات کړي.

د امریکا استخباراتي ادارو خبرداری ورکړی چې ایران د بالستیکي توغندیو، راکټونو او دا ډول نورو پوځي وسایلو په جوړولو او زیاتولو بوخت دی. خو دغه امریکايي جنرال تراسک وویل چې د ایران د" نیابتي ځواکونو سره د مبارزې لپاره پلانونه جوړوي".

د امریکا د دفاع وزیر جیمز متیس تېره میاشت په سعودي کې ویلي وو چې ایران د منځني ختیځ په ټولو ناارامیو کې دخیل دی. هغه ټېنګار کړی و چې باید د ایران دا ډول هلې ځلې و ځپل شي.

د امریکا استخباراتي چارواکي وايي چې ایران دا مهال په سوریه کې ۱۰۰۰۰ ملېشو ته چې افغانان، پاکستان او عراقیان په کې شامل دي، روزنه ورکوي او مالي مرستې ورکوي.

د راپورونه په اساس ایران د لوای فاطمیون په نامه د افغانانو او د لوای زینبیون په نامه د پاکستانیانو ملېشې لري چې په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم په ننګه جنګیږي.

XS
SM
MD
LG