د لاس رسي وړ اتصالات

ایران وایي د سولې لپاره د سعودي سره خبرو ته تیار دی


ایران
ایران

ایران وایي چې هغوي په سیمې کې د امن او سولې په خاط‏ر د سعودي عربستان سره خبرو ته تیار دي. ایران وایي چې سره لدی د سعودي سره خبري کوي چې د سعودي عربستان د وليعهد مرستیال په ایران تور لگولې چې کوښښ کوي د اسلامي نړۍ مشري وکړي، او زیاته کړي یې ده چې سعودي به د ایران په مقابل کې د خپل ملک دفاع کوي

په ملگرو ملتونو کې د ایران استاځي غلام علي خسرو د ملگروملتونو سرمنشي او د امنیت شورا ته په یو لیک کې لیکلي "مونږ نه غواړو د گاونډي ملک سره تشنج زیات کړو."

هغه زیاته کړه "مونږ په سیمې کې د فرقه ایزې جگړې د ختمولو او د سولې لپاره د سعودي عربستان سره خبرو او همکارۍ ته تیار یو."

سعودي عربستان او ایران دواړه په سیمې کې او په خاصه توگه په سوریې کې د خپلو پلویانو ملاتړ کوي.

ایران د سعودي هغه تورونه ردوي چې گوندي ایران په یمن کې د حوثی یاغیانو ملاتړ کوي. په یمن کې حوثي یاغیان د څو کلونو راهیسې د یمن د حکومت په ضد جنگیږي.

خسرو په خپل لیک کې لیکلي"دا د نړیوالو مسئولیت دی چې په سعودي عربستان باندي فشار راولي په سیمه او نړۍ کې د ترهگرو ملاتړ بند کړي."

XS
SM
MD
LG