د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د جاسوسۍ په تور نیول شوي امریکایان خوشۍ کړل


ایران د جاسوسۍ په تور نیول شوي امریکایان خوشۍ کړل
ایران د جاسوسۍ په تور نیول شوي امریکایان خوشۍ کړل

اېران هغه دوه امریکایان له زندان نه خوشې کړېدي چې په ۲۰۰۹ م کال کې د جاسوسۍ په تور نیول شوي وو.

شان باور او جاش فټل نن د چارشنبی په ورځ د ایران له زندان نه وروسته له هغه نه ووتل چی قاضی د هغوی د خوشی کولو امر منظور کړ.

له زندان نه بهر د سوېس د سفارت یو موټر هغو ته منتظر ولاړ و.

رپوټ وايي دا دواړه کسان د یو ملېون ډالرو په ضمانت باندی خوشې شول.

په ۲۰۰۹ م کال کې له هغوی سره یوه امرېکایي سارا شورډ هم نېول شوې وه، نوموړې تېرکال د ۵۰۰ زرو ډالرو په ضمانت خوشې شوله او امریکا ته راغلله.

دغو دری واړو امریکایانو دا ویلي دی چې دوی سهوا د ایران له سرحد نه چې نښی نښانې پرې نه وې، اووښتي وو.

XS
SM
MD
LG