د لاس رسي وړ اتصالات

رضا پهلوي: دایران ولس له اسلامي حکومت سره توپیر لري


شاهزاده رضا پهلوي د ایران د پخواني پاچا زوی له امریکا غږ سره د یکشبنی په ورځ سهار مرکه وکړله
شاهزاده رضا پهلوي د ایران د پخواني پاچا زوی له امریکا غږ سره د یکشبنی په ورځ سهار مرکه وکړله

ایرانیان له دې سره ډېر حساسیت لري چې څوک د ایران د اسلامي حکومت گمان پرې وکړي, ځکه د ایران حکومت د نړیوال ترورزم په ملاتړ کولو ترون دی

په داسي حال کې چې خلک د مهاجرت او د ویزو په اړه د ټرمپ نوي فرمان ته منتظر دي، د ایران د پخواني پاچا محمدرضا پهلوي زوی، د جمهور رئیس ټرمپ څخه وغوښتل چې د ایران د ولس او د اسلامي حکومت ترمنځ توپیر وکړي.

د ایران ولیعهد شاهزاده رضا پهلوي، په امریکا کې د ایران د ملي شورا په نوممخالفې ډلې مشري کوي.

هغه د امریکا غږ سره یې په یوه ځانگړي مرکه کې وویل چې ایرانیان له دې سره ډېر حساسیت لري چې څوک د ایران د اسلامي حکومت گمان پرې وکړي، ځکه د ایران حکومت د نړیوال ترورزم په ملاتړ کولو ترون دی.

رضا پهلوي وايي" بل هېڅ شی موږایرانیان دومره ډېر نه ځوروي، لکه څومره چې هر وخت د ایران او ترورزم نوم یو ځای یاد یږي. دا کار اصلاً په ایران او یا ایرانیانو پورې اړه نلري، دا د ایران د رژیم کار دی.

د ایران پاچا شاه محمد رضا پهلوي له خپلو ماشومانو شهزادگۍ لیلی او شهزاده علیرضا سره، په سویتزرلند کې د رخصتیو په وخت؛ په ١٩٧٥ کال کې. شهزاده علي رضا د ٢٠١١ کال د جنوري په ۴ مه په باسټن کې په خپل کور کې مړ پېدا شو.
د ایران پاچا شاه محمد رضا پهلوي له خپلو ماشومانو شهزادگۍ لیلی او شهزاده علیرضا سره، په سویتزرلند کې د رخصتیو په وخت؛ په ١٩٧٥ کال کې. شهزاده علي رضا د ٢٠١١ کال د جنوري په ۴ مه په باسټن کې په خپل کور کې مړ پېدا شو.

ښاغلی رضا وايي همدې رژیم ډېر شمیر ایرانیان کړولي دي، په همدې خاطر د حکومت او خلکو ترمنځ تفکیک کول ډېر مهم کار دی. له ټولو خلکو سره باید په یو ډول معامله ونه شي".

د مهاجرت او ویزو په اړه د جمهور رئیس ټرمپ فرمان چې اوس د محکمې لخوا معطل شوی دی، په هغو ٧ هیوادونو کې ایران هم شامل دی چې امریکا ته پر راتگ یې موقتي بندیز لگول شوی و.

رضا پهلوي وایي دی دا مني چې هر هیواد د خپل امنیت په خاطر گامونه اخلي او ددې پریکړه کوي چې هیواد ته یې څوک راشي او څوک را نه شي".

پخوانی شهزاده پهلوي وایي د جمهور رئیس ټرمپ د مهاجرت تگلاره باید ددې پیغام ورکړي چې د ایرانیانو د وړتیاوو او استعدادونو قدر کیږي. د ایراني مهاجرینو درلودل ددې هیواد لپاره ډېره لویه سرمایه ده.

که په ایران کې سیاسي حالات هر وخت بدل شول، همدا مهاجرین به د ایران او امریکا ترمنځ ډېر قوي پل جوړوي.

ولیعهد رضا پهلوي، د مهاجرت د فرمان او د ایرانیانو د اندیښنو په اړه جمهور رئیس ټرمپ ته یو لیک هم استولی دی چې پر خپله پاڼه یې خپور کړی دی.

رضا پهلوي: دایران ولس له اسلامي حکومت سره توپیر لري
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:40 0:00

XS
SM
MD
LG