د لاس رسي وړ اتصالات

ایران له روسیې سره پوځي او سیاسي اړیکې قوي کوي


د روسیې د هوایي دفاع S-300 پرمختللی سیستم چې ایران غواړي هغه تر لاسه کړي.
د روسیې د هوایي دفاع S-300 پرمختللی سیستم چې ایران غواړي هغه تر لاسه کړي.

په داسې حال کې چې په روانه میاشت کې روسیه ایران ته د هوایي دفاع د پرمختللي سیستم لومړني برخه استوي، ایران د پوځي ورځې د لمانځلو په مراسمو کې د الوتکو ضد هغه میزائیل ښکاره کړل چې مسکو ورکړي دي.

د کرملین د تیر کال تصمیم چې پر ایران باندې د S-300 سیستم وپلوري د روسیې او ایران ترمنځ د مخ په ودې شراکت لومړنۍ نښې نښانې وې چې د سوریې په کورنۍ جگړې یې اغیز وکړ.

خو د دیپلوماتانو، چارواکو او څیړونکو په اند چې د رویترز اژانس سره یې مرکې کړې دي د ایران او روسیې ددې معاملې ځنډیدل د دواړو هیوادونو د شراکت محدودیتونه هم په ډاگه کوي چې د نړیوالو مسایلو په اړه د هغوی د گډ نظر په پرتله تر ډیره د دوی گډې گټې په کې انغښتې دي. د ایران مشرتابه د ایډیالوژۍ پر سر ویشل شوی او روسیه د دې اتحاد زیات پرمختگ ته لیواله نه ده.

یو شمیر ایراني چارواکي د اوسنیو اړیکو پرځای د روسیې سره ستراتیژیک پیوستون غواړي. خو کرملن د سوریې د کړکیچ په وجه چې دواړه د دمشق ملاتړي دي په روانې همکارې خوښ دی.

د کرملن ویاند دیمتري پیسکوف تیره میاشت ویلي وو چې "مونږ د ایران سره په پرله پسې توگه دوستانه اړیکې پراخوو، خو مونږ په خپلو اړیکو کې د یو نوي موډل په هکله نه شو گړیدای."

روسیې په ٢٠٠٧ کال کې موافقه وکړه چې پر ایران باندې S-300 سیستم وپلوري، خو دغه معامله یې په ٢٠١٠ کال کې وروسته له هغې وځنډوله چې پر تهران باندې د اتومي پروگرام په وجه بندیزونه ولگیدل. وروسته له هغې چې ایران او لویدیځه نړۍ سره اتومي معاملې ته نژدې شول، مسکو د تیر کال په اپریل کې پر تهران باندې خپل لگولي بندیزونه لېرې کړل.

روسیه اوس مالي او دیپلوماتیکې گټې سره تلي چې پر تهران باندې د وسلو په خرڅلاو سره سعودي عربستان، د امریکا متحده ایالات او اسرائیل خپه کاندي او یا دا چې تهران ډیر ځواکمن کړي.

د دمشق ملاټر

کله چې په تیر سپتمبر کې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین د ایران د متحد جمهور رئیس اسد په ملاتړ په سوریه کې د پوځي مداخلې امر وکړ، داسې بریښيدل چې د ایران او روسیې صمیمي اړیکې یو نوي پړاو ته داخلیږي.

د پوځي اړخه ایران د سپاه پاسداران گارد سوریې ته ولیږداوه چې د هغه هیواد ځمکني ځواکونه منظم کړي چې د مخالفینو پر وړاندې پیاوړي شي، خو دا د روسیې هوایي ځواک و چې د اسد ځواکونه یې په جگړه کې برلاسي کړل.

د سیاسي اړخه دغو گډو عملیاتو تهران او مسکو ته موقع ورکړه چې د هر سیمه ییز امنیتي جوړښت په هکله تصمیم ونیسي. دا په داسې حال کې د ښاغلي پوتین لپاره مهمه ده چې هڅه کوي سیمه ییز اتحادونه وکړي او د روسیې د متحد معمرالقذافي د وژل کیدو وروسته په سیمه کې د مسکو نفوذ پراخ کړي.

د ایدلوژۍ له اړخه د ایران نظام ویشل شوی دی. د جمهور رئیس روحاني اړخ ددې پر ځای چې د لویدیځ پر وړاندې مبارزه وکړي د هغې سره د سوداگریزو اړیکو پلوي دی که څه هم چې د امریکا زیاتې پالیسې محکوموي.

له بلې خوا روسیه په سیمه کې د لویدیځ د گټو د مخالف عمده شیعه مذهبه مقاومت سره یوځای کیدو ته لږه لیواله ده چې د محافظه کارو ایراني مشرانو له خوا رهبري کیږي، ځکه کیدای شي چې د اسرائیل، سعودي عربستان او مصر په شان د منځني ختیځ د نورو ځواکونو سره د مسکو اړیکې خرابې کړي.

روحاني چې په لویدیځ کې یې تحصیل کړی د پوتین سره دومره ښه اړیکې نه لري. تیره میاشت ښاغلي پوتین په تیرو اتو کالو کې تهران ته د خپل لومړني سفر په ترڅ کې دمخه تر دې چې د روحاني سره وگوري، د هوایي ډگر څخه مستقیم د خامنه یی لیدلو ته لاړ.

د سانفرانسیسکو د دولتي پوهنتون د منځني ختیځ او اسلامي زده کړو پروفیسور مازیار بهروز وایي "دا اتحاد اقتصادي او پوځي اړخونه لري چې دواړو خواو ته گټور دي." هغه زیاتوي چې "خو د سیاسي جغرافیې له اړخه، ایران او روسیه یواځې کولای شي تکتیکي لنډمهاله اتحاد ولري نه ستراتیژیک."

XS
SM
MD
LG