د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین د ایراني مشرانو سره وکتل


دا تهران ته د ولادیمیر پوتین دوهم سفر دی.
دا تهران ته د ولادیمیر پوتین دوهم سفر دی.

د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین د غازو د صدارونکو هیوادونو په غونډه کې د گډون لپاره ایران ته یو ورځنی سفر کړی دی، هغه هیواد ته له رسیدو وروسته یې د هغه هیواد د مذهبي مشر ایت الله خامنه یی سره وکتل.

د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین چې د غازو د صادرونکو هیوادونو په غونډه کې د گډون لپاره ایران ته یو ورځنی سفر کړی دی د هغه د سفر په اجندا د ایران د جمهور رئیس حسن روحاني سره کتنه هم شامله ده چې د اټکل لهمخې به د سوریې د کړکیچ او په هغه هواد کې د جگړې د پای ته رسیدو لپاره د سولې په نړیوال پلان باندې خبرې وکړي.

د سوریې د سولې پلان چې ١٧ هیوادونو له لورې یې وړاندیز شوی د پاریس له بریدونو څخه یوه ورځ وروسته برابر شو چې د هغه پر بنسټ د راتلونکي کال د جنورۍ د لومړۍ نیټې پورې باید د بشارلاسد و د هغه د حکومت د مخالفینو ترمنځ خبرې پیل شي.

په دې ترڅ کې د په رسویه کې د ایران سفیر ویلي دي چې مسکو تهران ته د اس ٣٠٠ راکتي دفاع د د سیستم د برابرولو پړاونه پیل کړي دي.

مسکو او تهران د سوریې په کورنۍ جگړه کې د هغه هیواد د جمهور رئیس بشارالاسد دوه عمده ملاتړي دي. روسیې پر سوریې باندې د نړیوالو بندیزونو مخه ونیوله او د سپتمبر په ٣٠ یې د اسلامي دولت د ډلې او نورو هغو سخت دریځو ډلو پر وړاندې هوایي بریدونه پیل کړي دي چې د اسد د رژیم پر ضد جنگیږي.

په ایران کې د شیعه گانو پر مشرۍ حکومت په جدي توگه سعودي عربستان او د خلیج د نورو سني مذهبه هیوادونو پر وړاندې د سوریې د علوي شیعه فرقې د حکومت پلوي کوي او د ایران د سپاه پاسداران قوماندانان او سلاکاران په عملي توگه په سوریه کې حضور لري.

دا په داسې حال کې دي چې په پاریس کې د ترهگریزو بریدونو او په مصر کې د روسیې د مسافر وړونکې الوتکې له نسکوریدو وروسته، روسیه، د امریکا متحده ایالات، فرانسه او نور هیوادونه د اسلامي دولت د ډلې پر وړاندې د یو ډله ییز اقدام په هکله خبرې کوي.

XS
SM
MD
LG