د لاس رسي وړ اتصالات

پر ایران دبندیزونو مسوده دامنیت شورا ته ورسیده


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا

د آمریکا متحده ایالاتو د ایران د اټمي پروګرام پر ضد د نویو بندیزونو مسوده د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته وړاندي کړې ده. خو په دې خاطر چې د چین او روسیې ملاتړ ترلاسه شي باید ددغو بندیزونو د شدت کچه کمزورې شي. د آمریکا غږ خبریال ګاري ټامس ریپوټ ورکوي چې د ایرن پرضد د بندیزونو قوت به د عمل پر ځای زیات سمبولیک بڼه ولري.

تیرکال د آمریکا د باندنیو چارو وزیرې خبرداری ورکړ چې که چیري ایران خپل اټمي پروګرام ونه دراوه نو د ملګرو ملتونو نوې دوره سخت بندیزونه به پرې ولګول شي. خو کله چې هغې دغه میاشت اعلان وکړ چې د ملګرو ملتونو د امنیت دشورا پنځو سرو غړو پر دې موافقه کړې چې د ایران پر خلاف به د بندیزونو نوې مسوده جوړه کړي ، د آمریکا د ديپلوماتیکي لغت نامه څخه د (سخت) کلمه ورکه شوه.

میرمن کلینتن داسي وویل "زه خوشاله یم چې دغې کمېټې ته دا اعلان کوم چې مونږ د چین او روسیې په همکارۍ سره په دې وتوانیدو چې د یوې قوي مسودې په باب موافقې ته ورسېږو".

خو کارپوهان بیا د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د څلورمې دورې بندیزونو مسودې ته اشاره کوي او وايي چې په اصل کې اوسني بندیزونه نور پسي پراخېږي. ددغه مسودې په ترڅ کې به د ایران بانکونه په نښه شي او دغه راز د هغو بېړیوو څارنه به زیاته شي چې ښايي د ایران د اټمي پروګرام د پاره مواد انتقالوي خو ایران باید ددغو څارنو سره موافقه وکړي او په دې برخه کې د فشار هیڅ میکانیزم نشته.

تر ټولو مهمه دا چې د ایران د تیلو پر تجارت باندی هیڅ بندیز نشته.

د ستراتفورد استخباراتي سازمان څخه ریوا بهالا وايي چې دغه مسوده بې معنی ده ځکه په دې خاطر چې د چین او روسیې ملاتړ ترلاسه کړي باید ډیره کمزوره شي.

بهالا داسي وايي ،،دا په ډيپلوماتیکې نړۍ کې یواځي یو نمایش دی. د آمریکا متحده ایالات غواړي چې دا وښيي چې د ایران پرضد د ملکونو ایتلاف لري چې روسیه او چین هم په کې شامل دي. د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا مسوده ډیره کمزورې ده او د انرژۍ مسله په کې ذکر شوې لا نه ده. په اصل کې نوي بندیزونه اوسني بندیزونو ته وسعت ورکوي او بس،

خو د آمریکا د باندنیو چارو د وزارت پخوانی سیاسي معین نیکولاس بورنس بیا آمریکا غږ ته وویل چې که څه هم پېشنهاد شوې مسوده دومره عملي تاثیر نلري خو سمبولیک ارزښت یې ډیر دی.

پر ایران دبندیزونو مسوده دامنیت شورا ته ورسیده

پر ایران دبندیزونو مسوده دامنیت شورا ته ورسیده

ښاغلي بورنس داسي وویل ،،دا ډیره مهمه مسله ده چې د امنیت شورا پر هغه مفکوره باندې اتحاد ولري چې ایران حقیقت نه وايي او د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۸ کلونو ترمنیځ چې درې دورې بندیزونه پر لګول شوي دي د هغو نه یې اطاعت نه دی کړی. زه فکر نه کوم چې هغه سمبولیک عمل چې ایران ته د یاغي ملک په سترګه وکتل شي، دومره قوي اقدام وي. په عین حال کې نوي بندیزونه ښايي دومره جدي او سخت نه وي خو په اوسني حال کې ښايي بدلون راولي،،.

د میرمن کلینټن دا اعلان د ایران د هغه بیانیې وروسته وشو چې ویلي یې و چې ترکیې ته به د خپلو یورانیمو یوه برخه واستوي او په بدل کې به د اټمي بټۍ د سونګ مواد ترلاسه کړي دا په داسي حال کې د چې تیرکال عین وړاندیز ایران ته وشو خو ایران ځیني پرشا سو. داسي باور کېږي چې ایران اوس زیات اټمي مواد ولري.

د دې برسېره څیړونکي په دې باور دي چې د ترکیې او برازیل سره د ایران نوې معامله دایران دپاره یوه ښه پلمه ده چې هر وخت چې وغواړي ځان پر شا کړي او دخپل عدم رضایت په بهانه خپل د یورانیمو غوښتنه بیرته وکړي.

د آمریکا د حکومت د نورو مامورینو سره په توافق پخوانی د باندنیو چارو د وزارت معین نیکولاس برنس چې اوس د آمریکا د هارورډ په پوهنتون کې درس ورکوي وايي چې ایران په دې خاطر چې ایران ددغه ملک د اټمي پروګرام په خاطر د نویو بندیزونو د لګولو د نړیوالې موافقې مخنیوي وکړي باید د سونګ د مواد د تبادلې معامله وکړي.

هغه داسي وايي ،،زه فکر کوم چې د ترکیې او برازیل سره د ایران معامله ډیره ناوړه وه ځکه ترکیه او برازیل که هرڅومره ښه نیت ولري د ایران جمهور ریْس احمدي نژاد په دې خاطر وروستی اعلان وکړ چې ددغه ملک پر رژیم باندې فشار کم کړي او دغه راز د امنیت دشورا ځیني غړي په دې قانع کړي چې د ایران پر ضد د نورو بندیزونو په لګولو کې رای ورنکړي،،.

د یادونې وړ ده چې د آمریکا په کانګرس کې هم د بندیزونو یو مستقل وړاندیز معطله دیْ چې د نا تصفیه شویو تیلو د بندیز د لایحې په نامه یادېږي. په کانګرس کې پرته د بندیزونه دغه لایحه به د ایران پر ضد د آمریکا بندیزونه زیات کړي او په ترڅ کې به یې د ایران د تیلو صادرات تر نښې لاندې راشي.

سره له دې چې ایران د تیلو یو غټ صاردونکی ملک دی، خو د تیلو د تصفیه کولو وړتیا نلري او باید نا تصفیه شوي تیل صادر کړي.

پر ایران باندې به دغه بندیز ډیر شدید وي. دغه لایحه د آمریکا د کانګرس د دواړو خونو د خوا تصویب شوې ده او اوس دواړې خونې پرې غور کوي چې کوم د نظر اختلاف خو به په کې نه وي.

خو د ستراتفورد د استخباراتي سازمان څخه ریوا بهالا وايي چې د جمهور ریٌْس اوباما حکومت هیڅ تلوار نلري چې په دغه راز شدید اقدام باندې لاس پوري کړي.

بهالا داسي وايي ،،هغه څه چې زه اورم دا دي چې د امریکا د حکومت مقامات په کانګرس کې د پرتې لایحې په برخه کې دومره تلوار نه لري. مهمه او مطرح موضوع دا ده چې ایران پرته له دې چې وویرل شي، څنګه کیدای شي د مذاکراتو میز ته راوبلل شي. اوس مهال د آمریکا حکومت د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا پر بندیزونه باندې ډیر تاکید کوي او د کانګرس لایحه یې معطله کړېده،،.

په عین حال کې دا خطر هم موجود دی چې د کانګرس د خوا هر ډول اقدام کولای شي چې د امنیت په شورا کې اوسني توافق ته ضربه ورسوي.

XS
SM
MD
LG