د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د امریکا لخوا په لګول شوو بندیزونو باندې ملنډې وهي


ایراني چارواکي پدغه هیواد باندې د امریکا لخوا د نوو اقتصادي بندیزونو په اهمیت باندې ملنډې وهي. خو د ایران نه بهر بیا یو شمیر ایراني اتباع د دغو بندیزونو د اغیزو په اړه بیلا بیل نظریات لري.

په ایران کې مطبوعات او د دغه هیواد چارواکي د ملیت پرستۍ د جذبې له مخې په هغو اقتصاي بندیزونو باندې ملنډې وهي چې د امریکا لخوا پرې لګیدلي دي.

د ایران یو شمیر خبري شبکې داسې ادعا کوي چې د امریکا د جمهور رییس براک اوباما د تیر کال هغه وړاندیز ریښتینی نه ؤ چې ویلي یې ؤ ایران ته به د انډیوالۍ لاس وراوږد کړي. دغو شبکو د ایران د ستر مذهبي مشر ایات الله علي خامینایي هغه څرګندونې تکرار کړیدي چې ویلي یې ؤ جمهور رییس اوباما ایران ته داسې لاس وړاندې کړیدی چې د اوسپنې نه جوړ دی خو د بخملو په لاسماغو کې.

د ایران د پارلمان رییس علی لاري جاني د سوریې په پایتخت دمشق کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې امریکا په ایران باندې پدې خاطر اقتصادي بندیزونه ولګول چې د اسرایلو سره مرسته وکړي. هغه په اسلامي هیوادونو باندې غږ وکړ چې د یهودو پدغه ملک باندې دې خپل بندیزونه ولګوي.

بل پلو د ایران د پارلمان د ملي امنیت د جرګه ګۍ مشر علایدین بروجردي د فارس خبري اژانس ته ویلي دي چې د امریکا اقتصادي حالت هم د پخواني شوري اتحاد د اقتصاد په شان د ړنګیدو په حال کې ؤ.

د پارلمان یوه بل غړي محمد دهقان بیا ویلي دي چې هیڅ یو هیواد هم دا نه مني چې بندیزونه دې پرې ولګول شي خو دا دیرش کاله کیږي چې په ایران باندې بندیزونه لګول شویدي خو اوس هم دغه ملک ژوندی دی.

د امریکا جمهور رییس براک اوباما د پنجشنبې په ورځ هغه قانون لاسلیک کړ چې د ایران د بریښنا او مالي برخو باندې پکې سخت بندیزونه لګیدلي دي.

په عین حال کې د ایران جمهور رییس محمود احمدي نژاد د پنجشنبې په ورځ ویلي دي چې د هیواد پارلمان یې باید چې د کوکاکولا او د آی بي ام په شان د کمپیوټر په کمپنیو باندې بندیزونه ولګوي. هغه د جمعې په ورځ په یوې تلویزونې وینا کې د امریکا پدغو اقتصادي بندیزونو باندې مسخرې وکړې او ادعا یې وکړه چې ایران به د دغو بندیزونو نه ګټه واخلي.

" ایران پخپله یو ستر هیواد دی چې 75 میلونه نفوس لري. هغه وایي په ایران کې د تیلو او ګازو دومره زخیرې شته دي چې خپلو وګړو ته تیل زیات کړي او له بلې خوا به په لګښتونو کې یو څه کمی راولو. "

خو په بهر کې میشت ایرانیان بیا د دغو بندیزونو د اقتصادي اغیزو په اړه بیلا بیل نظریات لري. د ایران پخوانی جمهور رییس ابو الحسن بنې صدر چې اوس په فرانسې کې جلا وطنی دی وایی چې دغه بندیزونه به دوه اړخیزې اغیزې ولري.

" د اقتصادي بندیزونو هغه اړخ چې د بشري حقونو په برخه ده، هغه به ښې او مثبتې اغیزې ولري خو بله برخه یې چې د تیلو په واردولو او همدارنګه د تیلو په برخې کې د پانګې اچونې لپاره ده، پدې سره به د ایران ولس ته هغه شان زیات زیان ورسیږي لکه څرنګه چې په ګاونډي هیواد عراق کې د جمهور رییس صدام حسین د حاکمیت په وروستیو کالونو کې خلکو ته رسیدلی ؤ. د اقتصادي بندیزونو له وجې به د ایران اقتصادي وضع خرابه شي، د شیانو بېې به لوړې شي او هرې خوا ته به فقر او بیچاره ګي زیاته شي. د هغه په فکر سره ولس به د ایران په حکومت باندې راوپاریږي او حکومت به مجبور شي چې په خلکو باندې خپل کنترول زیات کړي. "

خو په کاناډا کې د شاهي نظامي کالج د سیاسي علومو پروفیسر هوچنګ حسن یاري بیا خپل نظر پدې اړه داسې څرګندوي.

" که چیرته د دغو اقتصادي بندیزونو هدف د ایران سپاه انقلاب، د دغه هیواد په شرکتونو او یا حکومتي چارواکي وي نو د ایران ولس به پرې تر ډیره حده خپه نشي خو که چیرته دغه بندیزونه په مستقیم ډول د ایران د ولس د د ورځني ژوندانه په چارو باندې اغیزه وکړي نو شاید چې د هغوي غبرګون به هم فرق وکړي. دی وایي چې په ایران کې اقتصادي وضع دومره ګډه وډه ده چې د دې پته لګول آسانه نده چې څه شی به په څه شي باندې اغیزه کوي."

همدارنګه د طل ابیب په مرکزکې د سیاسي چارو کارپوه میر جاویدانفار چې اصلاً په ایران کې زیږیدلی دی، وایي فکر کوي چې د ایران حکومت د اقتصادي بندیزونو له وجې وارخطا دي خو غواړي چې خلک آرامه کاندي. "

" ایرانیان په عامه توګه د دغو بندیزونو غندنه کوي، او دا لویدیځو هیوادونو د کمزورۍ نښې بولې او پدې سره هغوي هڅه کوي چې د خلکو ذهنونه آرام کړي او هغوي ته وایي چې د امریکا په بندیزونو سره به ایران ته کوم زیان ونه رسیږي سره لدې چی دا د منلو وړ نده."

ښاغلی جاویدانفار دا هم وایي چې د ایران په هغې پریکړې کې هم بیړه شوې وه چې ویلي یې ؤ د غرب سره خبرې وځنډوي او ښایي چې پدې سره به یې د ترکې سره هم اړیکې یو څه خرابې شي ځکه ترکیه غواړي چې دغه خبرې دې هر څومره ژر چې امکان ولري باید چې پیل شي تر څو په سیمې کې داقتصادي ګډوډې مخه ونیول شي.

XS
SM
MD
LG