د ایران جمهوررئیس محمود احمدي نژاد وایي چي دده هیواد د سعودی عربستان سره کومه ستونزه نه لري.
هغه نن د شنبې په ورځ د امریکا د ( سي این این ) تلویزیون سره د هغو تورونو نه وروسته مرکه درلوده چي په تهران باندي لګیدلي دي او وایي چي په امریکا کي د سعودي عربستان د سفیر په وژلو کي د ایران خاصو قواو لاس درلود.
ښاغلي احمدي نژاد وویل چي ایران هیڅکله نه دي غوښتي چي سعودي عربستان ته تاوان ورسوي.
د ایران جمهوررئیس په دې مرکه کي په ډیرو مسالو باندي وغږیده. هغه په امریکا او نورو لویدیځو طاقتونو باندي چي په لیبیا کي یې د ناتو په ماموریت کي برخه درلوده سخت انتقاد وکړ او ویې ویل چي د ناتو هوایي حملو په لیبیا کي شخړي او جګړې نوري هم پسې زیاتي کړې.
هغه دغه راز په سوریه کي د مخالف تحریک سره د خارجي مداخلې په اړه خبرداری ورکړ. سوریه په سیمه کی دایران قوي ملاتړ کونکی هیواد دی.
جمهوررئیس احمدي نژاد وویل چي امریکا « کمزوره » شوې ده او په منځني ختیځ کي خلک په « تحقیر » ورته ګوري.