د لاس رسي وړ اتصالات

ایران سږکال حاجیان حج ته نه لیږي


ایراني مقاماتو ویلي دي چې سږکال به ددې هیواد حاجیان حج ته لاړ نه شي.
ایراني مقاماتو ویلي دي چې سږکال به ددې هیواد حاجیان حج ته لاړ نه شي.

ایراني مقاماتو ویلي دي چې سږکال به ددې هیواد حاجیان حج ته لاړ نه شي.

ایران ویلي دي چې تیر کال د سعودي عربستان د "بی کفایتۍ" له وجې د کعبې په انگړ کې ساختماني کرنونه راوپرزیدل او د مینا په ښار کې حاجیان تر پښو لاندې شول. ایراني مقاماتو ویلي دي چې په دې پیښه کې ۴۶۴ ایراني حاجیان مړه شوي وو.

د ایران د فرهنگ او اسلامي ارشاد وزیر علي جنتي د هغه هیواد دولتي اژانس ایرنا ته ویلي چې د څو میاشتو راهیسې د روغې جوړې د خبرو هڅې وشوې خو تر اوسه یې کومه نتیجه نه ده ورکړې.

ښاغلی جنتي ادعا کوي چې "خرابکاري د سعودي له خوا ده" او زیاتوي چې "هغوی زمونږ د ویزو یا امنیت او د ایراني حاجیانو د لیږدونې په اړوند زمونږ وړاندیزونه ونه منل".

ایران د حج مناسکو ته د حاجیانو د نه لیږلو پریکړه په داسې حال کې کوي چې اوس هم ددغو دوو سیمه ییزو ځواکمنو هیوادونو ترمنځ فضا د شیعه روحاني شیخ نمر باقر النمر د اعدامولو په خاطر خړه پړه ده.

د شیخ نمر اعدامیدل چې عربستان خطرناکه ترهگر باله په ایران کې د پراخو مظاهرو سبب شو او قهرجنو مظاهره کوونکو په تهران او مشهد کې د سعودي عربستان پر سفارت او قونسلگرۍ بریدونه وکړل. ددې پیښو په نتیجه کې د ریاض او تهران ترمنځ دیپلوماتیکې اړیکې وشلیدې.

په ایران کې د سعودي د دیپلوماتیکو دفترونو له تړلو وروسته، د سعودي عربستان مقاماتو له ایراني حاجیانو غوښتي چې د ویزې د اخیستلو لپاره په نورو هیوادونو کې د سعودي سفارتونو ته مراجعه وکړي.

دا لومړی ځل نه دی چې ایراني حاجیان د حج په مناسکو او مراسمو کې برخه نه اخلي. په ۱۹۸۷ کال کې د ایراني حاجیانو او د سعودي عربستان د بلوا ضد پولیسو ترمنځ په تاوتریخوالي کې ۴۰۲ تنه ووژل شول. دغه پیښه ددې سبب شوه چې ایراني حاجیان په پرله پسې توگه په ۱۹۸۸ او ۱۹۸۹ کلونو کې د حج په مراسمو کې گډون ونه کړي.

XS
SM
MD
LG