د لاس رسي وړ اتصالات

ایران پر عمرې حج بندیز ولګاوه


شاو خوا نیم میلیون ایراني حاجیان هر کال د عمرې لپاره سعودي عربستان ته ځي
شاو خوا نیم میلیون ایراني حاجیان هر کال د عمرې لپاره سعودي عربستان ته ځي

د ایران د دولتي تلویزیون د رپوټ له مخې تهران نن دوشنبې سعودي ته د خپلو وگړو ټول سفرونه نن دوشنبې وځنډول.

د ایران د فرهنگي چارو وزارت دا تصمیم د هغو دوو ایراني حاجیانو سره د بد چلن د تورونو په بنسټ نیولی چې سعودي ته یې د جدې د هوایي ډگر له لارې سفر کړی و.

د ایران د فرهنگي چارو وزارت ویاند حسین نوش آبادي دولتي تلویزیون ته وویل د حج دغه سفرونه به تر هغه بند وي چې د سعودي عربستان حکومت د ایراني حاجیانو د دوسیو په اړه جدي اقدامات نه وي کړی. هغه پرته له دې چې د تورونو په هکله جزیات ورکړي، وویل چې د جرم عاملینو ته باید د اعدام سزا ورکړل شي.

د بد رفتارۍ د تورونو لګول چې جزیات یې مقاماتو په عامه توگه نه دي په ډاگه کړي د شنبې په ورځ په تهران کې د سعودي عربستان د سفارت مخې ته د یو لړ بې اجازې مظاهرو سبب شو.

شاو خوا نیم میلیون ایراني هر کال د عمري د حج د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته ځي چې په ترڅ کې د اسلام دوه سپڅلې سیمې مکې او مدینې ته هم سفرونه کوي، شاو خوا سل زره ایرانیان هر کال د حج په اصلي کلنیو مراسمو کې گډون کوي.

د شیعه مذهبه ایران او د سوني مذهبه سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو خړ پړ تیا په یمن کې د سعودي په مشرۍ پر حوثي شیعه یاغیانو باندې د هوایي بریدونو په وجه پېدا شوې ده.

له بلې خوا د دغو دواړو هیوادونو ترمنځ په سیمه او منځني ختیځ کې د نفوذ د زیاتوالي مسله هم مطرح ده.

ایران چې په عراق کې د اسلامي دولت د ډلې د نفوذ وروسته د عراق د حکومت ملاتړ ته وردانگلي دي په سوریه کې د بشارالاسد د حکومت ټینگ ملاتړ کوي او په لبنان کې د شیعه حزب الله تر څنگ ولاړ دی.

سعودي عربستان د ایران سیمه ییز نفوذ نه زغمي او هڅه کوي د خپلو لویدیځو او عربي متحدینو په ملاتړ د هغه مخیوی وکړي.

همداشان د امریکا متحده ایالات، لویدیځ هیوادونه او عربي نړۍ د سعودي پر مشرۍ د یمن په ائتلاف کې ونډه لري او ایران په دې ملامتوي چې د حوثیانو د اردو ملاتړ کوي، کومه ادعا چې دواړه اسلامي جمهوریت ایران او حوثي یاغیان یې ردوي.

XS
SM
MD
LG