د لاس رسي وړ اتصالات

عربي هیوادونو له ایران سره دیپلماتیکي اړيکې وشلولې


ایران پر سعودي تور لګوي چې د شیعه لږګیو پر ضد اقدامات کوي.
ایران پر سعودي تور لګوي چې د شیعه لږګیو پر ضد اقدامات کوي.

له ایران سره د عربستان د ډيپلوماتیکو اړیکو له پرېکون وروسته د خلیج ځینو نورو هېوادونو هم د عربستان پر پل قدم کېښود.

د متحدوعربو اماراتو رسمي دولتي اژانس د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه خپره کړې چې په کې له تهران سره د دیپلماتیکو روابطو د پرېکولو اعلان شوی.

اماراتو له ایران څخه خپل سفیر هم وربللی دی. اعلامیه وايي چې امارات به له ایران سره یوازې د سوداګرۍ په برخه کې اړیکې پالي. اعلامیه کې دغه راز ویل شوی چې"ایران په پرلپسې ډول د خلیج او عربو هېوادنو په داخلي چارو کې لاسوهنې کوي".

سوډان هم له ایران سره یې خپلې ډيپلوماتيکې اړیکې پرې کړي. د سوډان د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه وايي " په تهران کې د سعودي پر سفارت او په مشهد کې د سعودي پر قونسلګرۍ د وحشیانه بریدونو په ځواب کې، د سوډان حکومت په سملاسي ډول د ایران له جمهوري اسلامي سره خپل ډيپلوماتیک روابط پرې کوي".

تر سوډان او اماراتو مخکې بحرین له ایران سره ډيپلوماتیک روابط وشلول.

د بحرین د شاهي حکومت د مطبوعاتو د چارو وزیر عیسی الحمادي د دوشنبې په ورځ له تهران سره د خپل هېواد د اړیکو د پرې کولو اعلان وکړ.

د ایران او عربستان تر منځ سیاسي کړکیچ د منځني ختیځ پر نقشې
د ایران او عربستان تر منځ سیاسي کړکیچ د منځني ختیځ پر نقشې

بحرین په وار وار تور لګوي چې ایران د بحرین د شاهي حکومت پر ضد له شیعه اکثریت سره مرسته کوي او دا تور هم لګوي چې د ۲۰۱۱ کال له مظاهرو وروسته په بحرین کې د ټېټې کچې د ترهګرۍ تر شا هم د تهران لاس دی.

د ستونزو ریښه

عربستان د همدغې اوونۍ په پیل کې یو مخکښ شیعه روحاني مشر نمر الباقر النمر د ترهګرۍ سره د اړیکو په تور په دار وځړوه.

له ښاغلي نمر سره ۴۶ نور کسان هم په همدغه تور په دار وځړول شول.

ایران پر دغه کار کلک غبرګون وښود، ويې غنده او سعودي یې تورن کړ چې د شیعه لږکیو پر ضد او د هغوی د غلي کولو په خاطر یې دغه کار کړی دی.

په تهران او مشهد کې سلګونو کسانو د سعودي پر ضد مظاهره وکړه او د ریاض پر سفارت او قونسلګرۍ یې بریدونه وکړل.

ښاغلی نمر په ایران او سوريې کې زده کړې کړې وې او په سیمه کې یو مخکښ شیعه عالم بلل کېده چې په ښکاره به یې د آل سعود پر حکومت نیوکې کولې.

هغه څو وارې نیول شوی و خو په ۲۰۱۱ کال کې چې ونیول شو، د ترهګرۍ تور پرې پورې شو او همدغه تور د مرګ ترکومې ورسوه.

عربستان پر خپلې قونسلګرۍ له برید وروسته، له ایران سره ډيپلوماتیک روابط پرې کړل، په عربستان کې مېشتو ایراني ډيپلوماتانو ته ۴۸ ساعتونه وخت ورکړل چې له ریاض نه ووځي او همدغه راز يې خپل ډيپلومان هم له تهران نه وغوښتل.

د امریکا او چین اندېښنه

امریکا چې د سعودي نژدې ملګرې ده له ډيپلوماتیکو لارو د ستونزو د هوارولو غوښتنه کړې ده.

امریکا ویلي چې دواړه هېوادونه باید د ستونزو د هواري لپاره " مثبت ګامونه" واخلي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همدغه راز پر سعودي غږ کړی چې د بشر حقونه وساتي او ویلي دي چې " د شیخ نمبر اعدام د فرقه يي ستونزو خطر زیات کړی چې باید په بېړني ډول کم شوی وای."

اخوا چین وايي اندېښنه لري چې د سعودي او ایران د ډيپلوماتیکو اړیکو له پریکون وروسته به په منځني ختیځ کې روان تاوتریخوالی نور هم زیات شي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند هو چینینګ په یو خبري کنفرانس کې وویل " لکه د نړیوالې ټولنې په څېر چین هم لویه اندېښنه لري او لویه اندېښنه ښيي چې دغه حالت به په سیمه کې تاوتریخوالی زیات کړي. "

ښاغلي هو وویل چې د ډيپلوماتانو خوندیتوب او وقار باید وساتل شي.

روسیه غواړي منځکړې شي

روسیې اعلان کړی چې چمتو ده د ریاض او تهران ترمنځ د اړیکو د بېرته ښه کولو او عادي کولو په برخه کې منځګړې شي.

د روسیې حکومتي اژانس د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د یوه چارواکي له خولې چې نوم یې نه دی اخیستل شوی ویلي " که له موږ وغوښتل شي چمتو یو چې د یو ملګري په توګه د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ د شته ستونزې او بلې هرې نوې ستونزې د حلولو په برخه کې د منځکړي رول ولوبو."

XS
SM
MD
LG