د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر حسن روحاني: سعودي خپل جرم نشي پټولی


د ایران او سعودي عربستان په دیپلوماتیک جنجال کې، تازه خبره دادی چې کویت هم خپل سفیر له ایران نه ور غوښتی دی

د ایران ولسمشر حسن روحاني نن د سه شنبې په ورځ په یوه وېب پاڼه کې د تبصرې په ترڅ کې وویل :.. سعودي عربستان د یوه شیعه عالم په وژلو سره یو اریانوونکی او عجېب عمل ترسره کړی دی او دایران داسلامی جمهوریت سره ېې خپلې دپلوماتیکې اړېکې وشلولې، هغه هم ددې لپاره چی په خپل جرم پرده واچوي.

ښاغلی روحاني زیاتوي:.. په دې کې شک نشته چې دغه راز اقدام په دومره غټ جرم باندې پرده نشي غوړولی.ښاغلی روحآنی داخبرې په داسی حآل کې وکړلې چی په ملگرو ملتونو کې د سعودی عربستان سفیر

عبدالله المعلم د جنوري په څلورمه وویل چې سعودی عربستان به خپلې اړېکی له ایران سره بیرته عادی حالت ته راولي، خو که چېرې ایران د نورو هېوادونو په چارو کې لاسوهنه بنده کاندی.

هغه وویل:...موږ له ایران سره ذاتي د ښمنی نلرو. دا یوازې د ایراني حکومت کړندود دی چې د نورو هېوادونو په کار کې لاسوهنې ته ادامه ورکوي. په خاصه توگه زموږپه عربي هېوادونو او زموږ هېواد کې او موږ دیته اړکوي چې دغه راز اقدام وکړو.
خو د ایران د جمهوری ریاست مرستیال اسحق جهانگیري سعودی عربستان په دې تورن کړ چې په سیمه کې گډوډي منځته راولي.اسحاق جهانگیري د ایران د جمهوري ریاست مرستیال وویل:...هغه شیان چې تاسې په ماضي کې کړي دي، لکه د ترهگرو ډلو منځته راوستل، هغوی سیمې ته پرته له گډوډۍ نه څه ورکړل. په سوریه، عراق اونورو ځایونو کې ېې هم گډوډي منځته راوستله.

سعودی عربستان خپلی اړېکی له ایران سره هغه وخت وشلولی چی په ایران کې مظاهره چیانو د سعودي عربستان پر دوو دیپلوماتیکو ادارو باندې بریدونه وکړل. مظاهره چیانو، له دې امله د سعودي پر نمایندگیو باندې هجوم ور وړ چې هغوی د شیخ باقر النمر شیعه دینی عالم پر اعدام سخت اعتراض لري.

پاکستان

په همدی ترڅ کې د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکار سر تاج عزیز نن خپل پارلیمان ته وویل چی اسلامی نړۍ له دی امله له خطر سره مخامخ ده چی سعودی عربستان او ایران له یوبل سره جنجال لري او پاکستان به هڅه وکړی چی دواړه سره نیژدی کاندي.ښاغلی سرتاج عزیز داسلامی هیوادونو ترمنځ اختلافات د سیمې سولې او ثبات ته زیانمن وبلل.

له بل پلوه د کویټ حکومت هم نن د سه شنبې په ورځ خپل سفیر له ایران نه له دې امله بیرته ورغوښتی دی چی په ایران کې د سعودی عربستان پر دیپلوماتیکو دفترو نو باندی بریدونه وشول. له کویت نه مخکې نورو هیوادونو لکه بحرین او سوډان هم د سعودی عربستان پلوی کړېده. د مصر د بهرنیو چارو وزیر هم نن په ریاض کې د سعودي له چارواکیو سره په کتنه کې د ایران دغه عمل د نه منلو وړ بللی دی.

سپینه ماڼۍ

د ولسمشر اوباما اداره وايی سعودي عربستان ته ېې د شیعه عالم باقرالنمر د اعدامولو د احتمالي عواقبو په برخه کې خبرداری ورکړی و. د سعودي عربستان د شاهي حکومت له خوانه دهغه په اعدام باندی په په منځني ختیځ کې خلک په غوسه شوي دی او په نړۍ واله کچه هم پرې اعتراضونه کیږي.

د سپېنې ماڼۍ ویاندی جاش ایرنیسټ وویل د متحده ایالاتو له خوانه د سعودي عربستان چارواکیو ته دا اندېښنه څرگنده شوې وه چې د نمرالنمر اعدام ښايی زیانمن عواقب ولري.

XS
SM
MD
LG