د لاس رسي وړ اتصالات

عربستان په ایران کې د فوټبال سیالیو ته نه ځي


سعودي وايي په ایران کې امنیت ښه نه دی او دوی هلته لوبې نکوي.

سعودي وايي په ایران کې امنیت ښه نه دی او دوی هلته لوبې نکوي.

د ایران او سعودي خرابو اړیکو د اسیا د فوټبال پر سیالیو هم سیوری غوړولی دی.

په داسې حال کې چې ریاض او تهران ډيپلوماتیک روابط پرې کړي، ټاکل شوې د دواړو هېوادونو د ۲۳ کلنو فوټبال لوبډلې له یو بل سره سیالۍ وکړي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو له خړپړتیا وروسته، د سعودي د فوټبال مخکښو کلپونو د اسیا د فوټبال له فدراسیون نه وغوښتل چې د ۲۳ کلنو ځوانانو د فوټبال د اتلولۍ سیالۍ په درېیمکړي هېواد کې تنظيمې کړي.

ټاکل شوې چې د سعودي او ایران د فوټبال د ۲۳ کلنو ځوانانو لوبډلې د فبرورۍ په میاشت کې له یو بل سره مخامخې شي.

د سعودي د فوټبال فدراسیون مرستیال محمد النواصر په خپل ټویټر کې لیکلي په ایران کې مظاهرو وښودله چې دغه هېواد باید د اسیا د ۲۳ کلنو ځوانانو د فوټبال کوربتوب ونکړي.

د سعودي او ایران د فوټبال د کلپونو ترمنځ شپږ سیالۍ تنظيمې شوي دي.

د اسوشيټټ خبري اژانس وايي د سعودي او ایران غوندې هېوادونو کې فوټبال یوه سیاسي لوبه بلل کیږي، سیاستوال پرې ډېر نفوذ لرلی شي، سعودي اوس په ایران کې له سیالیو کولو ډډه کوي او ایرن یو بې ثباته او ناامنه هېواد ښيي.

د سعودي د دغو څرګندونو په غبرګون کې د ایران د فوټبال فدراسیون مشر علي کفشیان ویلي چې دا مهال افغانستان او عراق کورني لوبغالي په ایران کې دي او هغوی له کومې ستونزې پرته خپلې سیالۍ په ایران کې کوي.

نوموړي ویلي که سعودي وايي چې ایران نا امنه دی، باید د خپلې دغې ادعا لپاره ثبوت وړاندې کړي.

د اسیا د فوټبال فدراسیون تېره اونې په یوې اعلاميې کې وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ روان سیاسي کړکیچ څاري خو نور یې څه نه دي لیکلي.

د ایران او سعودي روابط له هغه وروسته خراب شول چې سعودي یو ایراني عالم اعدام کړ، د هغه د اعدام په غبرګون کې په تهران او مشهد کې مظاهره کوونکود سعودي پر سفارت او قونسلګرۍ بریدونه وکړل او ریاض هم له تهران سره خپل ډيپلوماتیک روابط پرې کړل.

XS
SM
MD
LG