د لاس رسي وړ اتصالات

احمدي نژاد د بندیزونو خلاف خبراداری ورکړی


د ایران جمهور ریس احمدی نژاد خبردارئ ورکړی چی په ایران باندی هر ډول نړیوال بندیز به په دی معنی وی چی ایران به نور د خپل جنجالی اټومی پروگرام په اړه خبرو ته حاضر نشی.

هغه دا خبری د ترکیی په پایتخت استانبول کی چی په یوه سیمه ایزه عالی غونډه کی یی گډون کړی وکړی.

جمهور ریس احمدی نژاد وویل چی امریکا او نړیوال انډیوال ملکونه یی اشتباه کوی چی د یوی خوا غواړی په ایران بندیز ولگوی او د بلی خوا غواړی مذاکراتو ته ورسره کینی.

د ملگرو ملتونو د امنیت شورا غواړی په دی باندی رایی گیری وکړی چی په ایران باندی لدی کبله د څلورم ځل لپاره بنیز وضع کړی چی خپل اټومی پروگرام یی نه دی بند کړی.

د روسیی صدراعظم ولادمیر پوتین هم چی په استانبول کی په دی عالی غونډه کی برخه اخیستی ، خبریالانو ته وویل چی د ملگرو ملتونو په مسودی باندی په تخنیکی لحاظ موافقه شوی ده.

خو هغه وویل چی دغه بندیز باید هراړخیز نه وی په دی معنی چی دا بندیز باید د دی سبب ونه گرځی چی د ایران د سوله ایزی اټومی انرژۍ د لاسته راوړلو مخه ونیول شی.

ښاغلی پوتین وویل چی د ی غونډی د باندی به دا فرصت ولری چی د جمهور ریس احمدی نژاد سره د اټومی پروگرام په اړه وغږیږی.

XS
SM
MD
LG