د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د پخواني پاچا زوی خپل ځان وواژه


د ایران د پخواني پاچا زوی خپل ځان وواژه
د ایران د پخواني پاچا زوی خپل ځان وواژه

داېران دپخواني پاچا رضا شاه پهلوي کشر زوی علی رضا پهلوي د سه شنبی په ورځ دامرېکا په شمال ختېځ ښار باسټن کې خپل ځان وواژه.

رضا پهلوی په ١٩٦٦ م کال کې زېږېدلی ؤ. د هغه د پلار پاچاهي په ١٩٧٩مېلادی کې داېران داسلامي انقلاب په ترڅ کې رانسکوره شوه. د ایران څخه د وتلو پروخت رضا پهلوي، یواځي ۱۳ کلن و. خو هغه اوس د مړېنی پروخت ۴۴ کلن و.

دهغه مشر ورور پرون په خپله وېب پاڼه کې ولېکل چې ورور ېې دتېرو دوو کلونو څخه راپه دې خوا دزړه په خپگان اخته و، ځکه چې په ډېر کم عمرکې د خپل پلار اوخور مرگ او داېران اوسنئ سېاسی وضعېت ډېر ستومانه کړی ؤ.

داېران پخوانی پاچا په ١٩٨٠ مېلادی کې، په قاهره کی، په جلاوطنئ کې، دسرطان په ناروغئ ومړ.

XS
SM
MD
LG