د لاس رسي وړ اتصالات

له ترکیې سره په کړکیچ کې ایران د عراق خوا ونیوله


شاوخوا ۵۰۰ ترکي عسکر موصل ته نژدې په یوه پوځي اډه کې میشت شوي او سوني عراقي او کردي قواوی روزي
شاوخوا ۵۰۰ ترکي عسکر موصل ته نژدې په یوه پوځي اډه کې میشت شوي او سوني عراقي او کردي قواوی روزي

د موصل ښار د بیرته نیولو په جگړې کې د ترکیې د ونډې اخیستلو پر سره د عراق او ترکیې ترمنځ کړکیچ رامنځ ته شوی او اوس ایران په دې کړکیچ کې د عراق خوا نیولې ده.

ایران ویلي دي چې ترکیه باید د موصل په عملیاتو کې د برخې اخیستلو لپاره د عراق له حکومت څخه اجازه واخلي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام غاصمي د دوشنبې په ورځ وویل "دا چې یو هیواد د تروریزم او یا بل کوم جنایت په وړاندې د مبارزې په نوم هڅه کوي چې د یو بل هیواد حاکمیت تر پښو لاندې کړي، دا د منلو نه ده".

شاوخوا ۵۰۰ ترکي عسکر موصل ته نژدې په یوه پوځي اډه کې ځای پر ځای شوي او سوني عراقي او کردي قواوی روزي چې د یوې اونۍ راهیسې په پیل شویو عملیاتو کې برخه لري.

د شیعه گانو په مشرۍ د بغداد حکومت وایي ترکان موصل ته نژدې سیمه کې پرته له اجازې میشت دي او باید له دې ځایه ووځي. خو ترکانو دغه غوښتنه نه ده منلې او ټینگار کوي چې دوی غواړي د موصل ښار په بیرته نیولو کې چې اکثریت وگړي یې سونيان دي رول ولوبوي.

د عراق او ترکیې ترمنځ کړکیچ په دې وروستیو کې زور اخیستی دی او تیره اونۍ د امریکا د دفاع وزیر په دې هیله چې ددې دواړو هیوادونو ترمنځ لانجه پای ته ورسیږي، بغداد او انقرې ته سفر وکړ.

حیدر العبادي تیره اونۍ د امریکا د دفاع د وزیر اشتن کارتر سره په بغداد کې له کتنې وروسته ویلي وو چې "د موصل لپاره جګړه د عراق جګړه ده. د جنګ پلان عراق جوړوي او عملي کوي یې. زه پوهیږم چې ترکان غواړي برخه واخلي. موږ ورنه مننه کوو".

هغه ویلي چې عراق پخپله دغه کار کولای شي، موصل او د عراق نورې سیمې به آزادي کړي.

د عراق صدراعظم تیره اونۍ د موصل ښار په نیولو کې د ترکیې د برخې اخیستنې غوښتنه رد کړه او ویې ویل چې د ترکیې مرستې ته ضرورت نه شته.

د امریکا د دفاع وزیر د تیرې شنبې په ورځ په بغداد کې خبریالانو ته وویل چې د موصل په نیولو کې د ترکیې د رول په اړه خبرې کول مشکل کار دی. هغه ټینګار وکړ چې دا د عراق د ملي حاکمیت خبره ده چې د اسلامي حکومت ډلې خلاف عملیات څنګه رهبري کړي.

دا په داسې حال کې دي چې د موصل د نیولو جگړه دوهمې اونۍ ته داخل شوی او د امریکا په مشرۍ ایتلاف وایي د دوی هوایي ځواکونو د دوشنبې په ورځ د داعش پنځه موټرې له منځه وړي او یو شمیر داعشیان یې وژلي دي.

د امریکا په مشرۍ ایتلاف او د عراق د حکومت هوایي قواوی یواځني پیژندل شوي هوایي ځواکونه دي چې په عراق کې فعالیت کوي او د موصل د بیرته نیولو لپاره په پراخو عملیاتو بوخت دي.

XS
SM
MD
LG