د ایران دولتي خبري آژانس وایی چی د دغه هیواد عدلي مقامات په دې باندي غور کوي چي هغه ښځه چی د زنا په تور نیول سوې، سنگساره سی که نه.
د ایرنا خیري آژانس د ایران د بشری حقوقو د کمیسیون درئیس ( محمد جواد لاریجاني ) له قوله وایي چی ایراني قاضیان عموما د سنگسارولو په ځای د اعدام د بل ډول سزاگانو نه کار اخلي. دا بیانیه د ( سکینې محمدي آشتیاني ) د دوسیې په هکله چی نړۍ وال انتقادونه یې راپارولي دي، وروستۍ بیانیه ده.
د برتانیې مطبوعاتو د پنجشنبې په ورځ ویلي وو چی ایراني چارواکو هغه پلانونه فسخ کړي دي چی غوښتل یې ۴٣ کلني آشتیاني ته چی د زنا تور پر لگیدلی باید د سنگسارولو سزا ورکړه سي.
مگر ددغي ښځي چی دوه اولاده لري، سرنوشت لا ځکه نه دی معلوم چی ډیرو لویدیځو ملکونو او د بشري حقوقو مؤسسو د ایران نه غوښتي دي چی هغه دي نه وژني. د هغې زوی پرون د جمعې په ورځ د لندن ( گارډین ) ورځپاڼي ته وویل چی آشتیاني اوس هم د غرغرې د سزا سره مخامخ ده.
د بشري حقوقو مؤسسې وایی چی هغې ته مخکي لا د ٩٩ درو سزا ورکړه سوې ده. ایرانی محکمو هغه په دې ملزمه کړې ده چی په ٢٠٠٦ کال کي یې " ناروا کړې وه. "