د لاس رسي وړ اتصالات

احمدي نژاد د سکینې محمدي په هکله اعتراضونه غندلي


احمدي نژاد د سکینې محمدي په هکله اعتراضونه غندلي

احمدي نژاد د سکینې محمدي په هکله اعتراضونه غندلي

د ایران جمهوررئیس محمود احمدي نژاد هغه اعتراضونه غندلي دي، چې د هغې ایرانۍ په قضیې باندي شویدي چې د سنگسار سزا ورباندي ختلې ده.

اروپایي اتحادیې، امریکا او د بشري حقوقو نړیوالو ډلو د تهران نه غوښتي دي، چې سکینه محمدي اشتیاني اعدام نه کړي.

ښاغلي احمدي نژاد نن وویل، دغه اعتراض ځکه غیر عادلانه دی چې امریکا ښځې اعدام کړې دي خو دغسې اعتراض پرې نه دی شوی.

جمهور رئیس احمدي نژاد همدغه راز وویل چه ددغی قضیې په هکله لا تحقیقات اوس هم ندي بشپړ شوی.

دغه۴٣ کلنه ښځه، د دوه اولادونومور، په ٢٠٠٦ کال کې د خپل میړه د مرگ نه یو کال وروسته، د دوو نارینه وو سره د غیرمشروع روابطوپه درلودلو محکومه شوه. هغه وخت ورته د ٩٩ درو، وهلو سزا ورکړشوه. په هماغه کال کی په زناکارۍ محکومه شوه، او د سنگساریدو حکم یې وشو.

XS
SM
MD
LG