د ایران ستر روحاني مشر ایات الله خامنه اي وایي امریکا او د اروپا ښکیلاګر قدرتونه په خپلو هغو هلو ځلو کې ناکامه شول چې د اتومي پروګرام په خبرو کې یې غوښتل ایران کمزوری او مات کړي.
ایران او د نړۍ د شپږو قدرت لرونکو هېوادونو مرکچیانو پرون د دوشنبې په ورځ د نومبر ۲۴ نېټه موافقه وکړه چې د ایران د جنجالي اتومي پروګرام پر سر خبرې به د راتلونکي کال تر نیمایي پورې وغزوي.
د دغې پریکړې نه وروسته دا د ښاغلي خامنه اي لومړنۍ څرګندونې دي چې په خپلې ویب پاڼې کې یې خپرې کړي دي.
ټاکل شوې وه چې ایران او دنړۍ شپږ قدرت لرونکي هیوادونه پرون د دوشنبې په ورځ د ایران د اتومي جنجال پر سر موافقې ته سره رسیدلي وای خو چارواکي وایي هغوی د راتلونکو اوو میاشتو لپاره په دې موضوع خبرې اترې کوي چې موافقې ته سره ورسیږي.
اختلافات په دې کې دي چې ایران ته تر کومه حده د یورانیمو د غني کېدو اجازه ورکړل شي او بله دا چې په دغه هیواد باندې لګیدلي اقتصادي بندیزونه به څومره ژر لیرې شي.
د دغو هلو ځلو هدف دا دی چې د ایران مشران دې ته پرې نښودل شي چې اتومي وسلې جوړې کړي او مفتشینو ته باید اجازه ورکړي چې د ایران اتومي فعالیتونه وڅاري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وویل " دا خبرې یو ناڅاپه یوازې د غزېدو په خاطر نه سانه کیږي. خبرې اوس هم سختې دي، پخوا هم سختې وي او په راتلونکې کې به هم سختې وي. "
لویديځ د ایران اتومي پروګرام ته د شک په سترګه ګوري او وايي چې تهران غواړي له دې لارې اتومي وسلې جوړې کړې.
خو ایران په وار وار او ټېنګار سره دا خبره کړې ده چې د دغه پروګرام هدف یې سوله اییز دی او د انرژدې د تولید په برخه کې ترې ګټه اخلي.
امریکا او ځینو نورو ملګرو هېوادونو یې له دې کبله پر ایران یو لړ اقتصادي بندیزونه هم لګولي دي.