د لاس رسي وړ اتصالات

کیري د ایران سره اتومي موافقتنامې ته خوشبین دی


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وايي د ایراني سیال جواد ظریف سره خبرې مثبتې وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وايي د ایراني سیال جواد ظریف سره خبرې مثبتې وي.

یوشمېر دیپلوماتانو چې د مذاکراتو له حاله خبر دي اسوشیټډ خبري اژانس ته ویلي دي چې کیدای شي نن موافقه وشي او سبا د دوشنبې په ورځ اعلان شي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري هم ویلي دي چې تیره ورځ یې د ایراني سیال جواد ظریف سره خبرې اترې مثبتې وي.

هغه وویل "فکر کوم موږ یوشمیر جدي پریکړو کولو ته نژدې شوي یو. له همدې کبله زه ویلی شم چې یو څو نورې سخت کارونه پاتې دي، خو زه هیله من یم."

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لورانت فابیوس چې نن د خبرو اترو ځای ته ورسید، خبریالانو ته وویل چې دی هیله من دی چې دغه "مراتون" یعنې اوږده مذاکرات د پای مرحلې ته رسیدلې دي.

مرکچیانو د ځان د پاره جولای دیارلسمه نیټه ټاکلې وه چې یوې پریکړې ته به رسیږي، خو د موافقتانمې د اعلان وخت لا تراوسه نه دی ټاکل شوی.

د بریتانې، تفرانسې او جرمني د بهرنیو چارو وزیران هم د شنبې په ورځ په ویانا کې وو خو د روسیې او چین هغې د خبرو اترو په دې ورستي پړاو کې نشته.

د روسیې نقش

روسي رسنیو ویلی دي چې د بهرنیو چارو وزیر سرگي لاوروف په خبرو اترو کې د گډون په موخه د اتریش پلازمینې ته روان شوی دی. په ویانا کې یې کمی احساسیږي او د موافقتنامې د اعلان پر وخت یې موجودیت مهم بلل کیږي. دا لا مالومه نه ده چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانگ لي به هم ویانا ته ولاړ شي او که نه؟

خامنه یي وايي "امریکا د متکبر هیواد غوره بیلگه ده."

په داسی حال کې چې مرکچیانو هڅه کوله چې پرمختگ وکړي، د ایران مذهبي مشر یو ځل بیا وویل چې د متحده ایالاتو پرضد به مبارزه روانه وي. هغه په خبرو کې وویل چې که مذاکرات هر ډول نتیجه ورکړي، خو د تهران بې اعتباري به د متحده ولایاتو خلاف دوام ولري.

د ایران دولتي تلویزیون ، د خامنه یي له قوله وویل چې متحده ایالات د متکبر او مغرور هېواد غوره بیلگه ده. تلویزین زیاته کړه چې خامنه یې په تهران کې محصلینو ته وویل چې د مغرورو قدرتونو پرضد مبارزې ته ځانونه چمتو کړي.

د اقتصادي بندیزونو د لیرې کیدو او د تفتیش د څرنگوالی برسیره یوه بله ستونزه چې دواړه خواوې پرې موافقه نلري، هغه پر ایران باندې د ملگرو ملتونو لخوا د وسلو د بندیز موضوع ده، چې غربي هیوادونو غواړي دغه بندیز ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG